دیني، سیرت او تاریخ

خیبر ته د یهودو د بیا ور ګرځیدو تلوسه

اسدالله رزين

یهود پیژندنه د مسلمان لپاره د پوښتنې وړ موضوع نه ده. ځکه چې هر مسلمان هغوی دښمنان پیژني. له هغو پرته چې د مکر به منتر کې یی را ګیردي. او شیطاني اندونو یی د سترګو ځیر، د ماغي صلاحیتونه ، عقلانیت او فطري ارزښتونه تری اغوا کړي ، او ضمیر یی ور مړ کړی دی.

د اسحاق(ع) اولاد چې کله دهغوی لاره پریښوده بیا له ډول ډول بدبختیو او ذلتونو سره مخ سوو. لومړی یهودیت اوبیا عیسویت پکې را ښکاره سو. له موسی(ع) مخکې او وروسته د ټولو انبیاؤ(ع) دین اسلام ؤ. په هغو کې هیڅوک هم یهود نه ؤ. او نه هم په هغه زمانه کې یهودیت چا پیژاند. د یهودیت نوم بیا ډیروروسته را پیدا او هغې کورنۍ ته منسوب سو چې د یعقوب (ع)د څلورم زوی(یهوداه) له نسله پاته ؤ.

له سلیمان(ع) وروسته واک په دوو برخو و ویشل سو. د یوه نوم (یهودیه) او د بل نوم(سامریه)ؤ،خو سامریه ډیر زر د خپل منځې اختلافونو او ډیر فساد له کبله له منځه ولاړه. اود (یهوداه) او (بنیامین) اولاده پاته سوه. چې په هغو دواړو کې بیا د زور او ځواک په تله کې د یهوداه لوری په میدان کې را برسیره سو. د یهودا لورې ته هم کاهنان، ربیون او احبار ور ننوتل اود خپلو افکارو، عقائدو، دودونو او مذهب ګډوله یی له یوې ډیرې اوږدې مودې وروسته چمتو او نوم یې ورکړ یهودیت.

د اسحاق(ع) په اولاد یهودو کې الله تعلی (ج) په زرو انبیاء اورسولان(ع) پیدا کړل. یهودو په دیني تړاو ځان موسی(ع) ته منسوب ښود، خواوس بیا په خپله خوښه او لاس د جوړ کړی نژاد پرست اوغاصب دین پیروان دي.

د یهودو پلرنی ټاټوبی (کنعان) نومیږي. او د سوریی د هیواد په جنوب کې د فلسطین د خاورې هغه برخه ده چې یعقوب (ع) پکې اوسیده.

تاریخ پوهان وایی چې یهود تر مسیح(ع) له مخې په (۱۳) پیړۍ کې عربي خاورې ته ور ننوتل. او د تاریخ په کتابو کې د هغوی د ور ننوتو ډیر اسباب یاد سوي دي، خو د اسلامي سرچنیو له مخې یی د ورننوتو دلیل د محمد رسول الله(ص) د ظهور عقیده وه.
په عربي جزیره کې یهود په یثرب، خیبر، فدک، آغرا وادي، نجران، صحیل، صحار او شرقي یمن کې اوباد وو، خو ډیر مشهور یی د یثرب او خیبر یهود وو.

د انتظار شیبې لنډیدې ، د ستړي او خوږ اننسان د نجات هوا په لګیدو وه چې د مکې ښار د نبوت په وړانګو کې و ځلید. ا و د اسمعیل (ع) له نسله محمد رسول الله(ص) مبعوث سو، خو یهودو یی د نسلي تعصب له کبله له منلو ډډه وکړه. نبوت خبلې وړانګې خپرولئ چې مخمد(ص) مدینې ته په هجرت و ګمارل سو. د انسانیت لپاره د نجات الهي استازی به خیر مدینې ته ورسید. او یهودو سیاسي او اجتماعي تړون ورسره وکړ، خو د اسلام دښمني تصور یی بدل نه سو. د اسلام او مسلمانانو په دښمنۍ کې به یی دسیسې جوړولې. او تړون ته هم ژمن نه سوو پاته. هغه ؤ چې د خپل مزاجي شرارت، بد عهدي، فتنه انګیزي او تعصب په پایله کې یی دری سره قبیلې : بنې قینقاع، بنې نظیر او بنې قریظه له مدینې وشړلې سوې او یا په قتل
ورسیدل. چې ډیری یی شام او خیبر ته وتشتیدل.

خیبر د مدینې منورې په شمال غرب کې یو کوچنی ښار دی. د رسول(ص) د فتوحاتو لړۍ روانه وه چې خیبر هم فتحه سو. او رسول(ص) یهودو ته د جزیی به بدل کې د اوسیدو اجازه ورکړه.

رسول(ص) تر خپل وفات یو کال مخکې فرمایلي ؤ چې : که تر راتلونکي کال پوري ژوندی پاته سوم، نو بیا به یهود ، نصاری او ټول کافران له عربي خاورې وباسم. مسند احمد.

په تآسف سره له هغوی (ص) سره ژوند د وفا وس نه لاره، خو بیا عمر(ض) د خپل خلافت په موده کې د هغوی(ص)آرمان ور وکیښ او عربي جزیره یی د هغوی له شرارته پاکه کړه. له دې کبله یهود چې چیرته هم پاته سوي ؤ هلته یی د خپل شریر مزاج اطاعت کړی ؤ. فتنه ګر قوم ته پته ولګیده چې د عمري لښکرو په وړاندي د دریدو توان نه لري، نو بی ځنډه یی د شام، ایران او هندوستان لارې خپلې او هلته پاته سوو. او ډیرکم شمیر بی وسه یهود چې د شر رسولو توان یی نه لاره په شرقي ساحل کې ؤ اوسیدل.

په عربي خاوره د یهودو یرغل هغه مهال بیل سو کله چې په (۱۸۹۷)م کال کې د یوه مشهوریهود اخبار لیکونکي (تیو ډور هرزل) پ مشري صهیوني تحریک را منځ ته سو. یاد تحریک د غربی یهودو تحریک ؤ چې د خپل قوم لپاره یی د ګوښي هیواد د جوړولو غمه خوړه. غربي یهود قانع ؤ چې د نړۍ په هره برخه او براعظم کې چې وي چې هسې یوه یهودي هیواد او حکومت و لري. البته په غوراوي کې یی د فلسطین خاوره په لومړي توب کې وه. او له بله لوري غربیان هم د یهودو له شرارته تر پزې رسیدلي ؤ. او ځان یی تری خلاصاؤ. عیسویان به پیل کې یوازي په کاتولیک را ټول ؤ، خویهودي شرارت ډ (پروټسټان )په نوم بله ډله هم ورته جوړه کړه او عیسویان یی سره وویشل.

د مهال برطانوي ښکیلاک په (۱۴می ۱۹۴۸)م کال د فلسطین په خاوره کې قابض او غاصب صهیوني حکومت ور ته جوړکړ چې هم یی د یهودو له شره ځان وژغواره او هم یی په منځني ختیز کې د ښکیلاکې لاس وهنو شالید تر لاسه کړ. او ټوله سیمه یی د یوې اوږدې مودې لپاره د ناروا په دوړو او نارو او سورو کې نا ارامه ، پټه او ورکه وساتله. او هم یی مسلمانانو ته د مقدساتو د سپکاوي لنداره له نیژدې او هره شیبه ور ولیدلای سوای.

یهودو د (۱۹۶۷)م کال په جګړو کې په بیت المقدس قبضه وکړه. او په (۱۹۶۹)م کال کې یی یوه زړه بوږ نونکې پیښه را منځ ته کړه هغه داچې یوه صهیوني عیسوي چې د استرالیا اوسیدونکی ؤ مسجد اقصی ته ور واچاؤ او د صلاح الدین ایوبي(ح) په نامه یاد منبر یی هم پکې وسوځآؤ.

په مسجد اقصی د یهودو بریدونه ډیری په مغربي دروازه کې کیدل. او هغې دروازې ته باب الانبیاء هم وایی. او محمد رسول الله(ص) چې د معراج په سفرروان ؤ هم له دغې دروازې مسجد اقصی ته ور ننوت. او له همدغې دروازې سره یوه دیوال ته د رسول(ص) براق هم تړلی ؤ.

یهودو انساني نړۍ ته د شرارت او فسق ډیر بنسټونه پری ایښي دي چې له هغو دوه مشهور یی(نائټ کلبونه) او د (هالي وډ) فلمي صنعت دی.

یهودو په فلسطین کې د خپل نامشروع حکومت د جوړولو لپاره مذهبي جذبه و کاروله چې هم یی صهیوني هیواد د مذهب ترنامه لاندي جوړ کړ. او هم یی تر دغه پوښ لاندي یهودو ته د قومیت اووطنیت احساس ور کړ. صهیونستانو د خپل لاسي نظریو او تصورله مخې له (نیله تر فراته) پرته منطقه خپل خیالي هیواد باله. او پتييلې یی وه چې مدینې او خیبر ته به بیرته ور ګرزو. او د محمد(ص) او عمر(ض) په لاس د تاریخي رسوایی بدله به اخلو. او مسلمانانو بیا د یهودي حکومت را منځ ته کیدل یوه دیني مسئله ګڼله ځکه چې یهودو په اسلامي خاوره قبضه لګولې وه. او په ټوله نړۍ کې تیت او ورک یهود یی سره را ټول او هلته یی اوباد کړي ؤ. او مهمه خو لا دا چې په فلسطین کې د مسلمانانو لومړۍ قبله او دریم مقدس ترین مقام شتون لاره. چې مسلمانانو یی د انبیاؤ (ع) د قاتلانو په واک کې پاته کیدل نه لیدلا ی او نه هم سهلای سوای. همدغه دلیل ؤ چې د (۱۷۷) کلو له تیریدو وروسته هم اشغالګر واک کوم مسلمان هیواد په رسمیت ونه پیژاند، خو نړیوال صهیونیزم د ځان منلو او پیژندلو هیلې او هلې ځلې جارې و ساتلې. ترڅو چې د مصر او اردن مزدور حکومتونه ور ته سلامي. او د مسلمانو ولسونو له شدیدې کرکې سره سره یی صهیوني اداره يه رسمیت وپیژندله. او په مسجد اقصی کې یی د یهودو خبیث قدمونه و سهلای او وکتلای سوای، خو د خلیج له تیلو ډکو هیوادو دغسې شرمیدلو او له پیغوره ډکو کړنو ته زړه ښه نه کړ.

نړیوال صهیونیزم د یادې موخې د تر لاسه کولو لپاره نور هم سترګې په لاره پاته سو. چې په دغه موده کې له یوه لورې خلیجي فرهنګ پال مشران تر خاورو لاندي سوو. او له بله لورې یی اولادونه د یهودو په اشاره د غربي او صهیونستي موخو د ترلاسه کولو لپاره د غربیانو د روزنې او پالنې په غیږ کې ترغربیانو څو چنده غربیان لوی سوو. چې بیا نو یهودو په ډیره آساني سره وکړای سوای چې د عربي اماراتو دوی جوړ کړئ او روبوټ ډ وله واکداران د خبل پلرني مکر په لومو کې تپ . او خپل نامشروع شتون یی په مشروع بڼه کې پری ومانه. دا کارد پروګرام له مخې ؤ ډیره موده نه وه وتلې چې بحریني واکداران هم له ورته څرنګوالي اغیزمن. او په ټیټو سترګو یی د مسجد اقصی عظمت ، قداست، قدامت او د مسلمان ولس له یهودو ډیره کرکه او آسمان ته د ختو د لارې د ترټولو لوی انسان محمد(ص) مبارکو قدمونو ته د نه کتو په بڼه کې یی غاصب او غاشم یهودي هیواد ته د دوستي لاس ورکړ. او په رسمیت یی وپیژاند.

صهیوني الوتکې د سعودي عربستان هوایی قلمرو په ټوله بی پروایی سره استعمالوي. ولیعهد او ټوله شاهي کورنۍ لاس په دعا وي چې کله به هغه وخت را ورسیږي چې د سلمان زنې ور وتړې. او دوی هم دوزخ ته په پرانستې لار د اسرائیلو د منلو او پیژندلو په بڼه کې ژورې کندې ته ور تیر. او د مکې او مدینې سبیڅلو حرمینو ته به د نجسو اسرائیلو د ورتلو او کوربه توب ویاړ تر لاسه کړي.

دوی د سعودي د مسلمان ولس، د دوی په بند خونو کې د ایمان په ګناه پرتو او ځنځیر بندو اسلام پالو او ټول امت احساسات، جذبې او سرشندني چې شیبه په شیبه نورې هم طوفاني کیږي بیخې وینې نه . ړانده دي. چې انشاءالله ډیر زر به یی د قهر او انتقام فولادي منګولې د مسلمان ولس، امت، حرمینو، اقصی او محمد رسول الله(ص) سره په جفا او ناروا کې بادشاهانو ستوني ته ور ورسیږي. او د کعبې مالک به یوځل بیا حرمینو او ټولو مقدساتو د هتک حرمت مرتکبینو یا مهالي (ابرهه ګانو) ته د صالحینو په لاس سزا ور کړي. حرمین او حریم به یی خوندي وساتي.

سوډاني مزدورو کودتا چیانو هم اقصی ته د بدو کتو ارادې ښکاره کړې. هیله ده چې د خپل مسلمان ولس له غوسې سره به مخ او نا سم عزائم به یی له خاورو سره خاورې سې.

د عربي اماراتو دغه شرمیدلي ، بی غیرته ، په ټنډه د بی ننګي داغ او له ایمانه لرې کړنو ته د ځنې اسلامي هیوادو پردي پال واکداران او د کرایی اصطلاحي پوهان د منلو وړ او په حقه توب رنګ ورکوي. ترڅو د حق او باطل ، ظالم او مظلوم تر منځ د نه توپیر د ترږمیو لړۍ را ولاړ کړې. او لمر په دوو ګوتو پټ کړي چې نه پټیږي.

عجیبه خو لا داده چې له تل ابیبه ابوظبي ته د ور الوتې الوتکې په ټنډه په دریو ژبو د ( امن) کلمه لیکلې وه، خو په ډیره افسوس سره هیڅوک نه ؤ چې تری وپوښتي چې د په زرو فلسطینیانو د شهادت ، په لکو د بی کوره کیدو، له خپل کوره او هیواده شړل کیدو، در به دره کیدو، او دوزخ ډوله زندانو په تیارو ښمڅو کې بی شمیره فلسطیني نارینه او ښځینه بندیانې چې ځینو یی حتی د ماشومانو د ولادت ، تې رودلو، .پالي پالي، خبرې زده کولو او خبرې کولو له خونده ډکه موده هم له پلاره لري د بند خونو په تیارو کې تیره کړه، نو مسئوله صهیونستي اداره بیا په کوم مخ یوه مسلمان هیواد ته د امن له سندرې سره ور ننوزي. او د شیخ زاید(ح) او شیخ راشد(ح) فرهنګ پالو، ولس پالو او غیرت منو مشرانو د بی غیرته زمنو او د غربي شرابو په خم کې لمبیدلې اداره د مسلمان ولس له خوښې پرته او له یهودو د شدید نفرت د اظهار به بڼه کې په کوم مخ او کومو سترګو د پلار، نیکه، انسان او مسلمان تاریخي دښمن ته هرکلی وایی او ورګوري.

په یاد صهیوني الوت کې (جیراډ کشنر) یهودي ملیاردر چې د ټرمپ له لور (ایوانیکا) سره یی واده کړی شتون لاره. کشنر د ټرمپ د ادارې د منځني ختیز لپاره مشاور او په یاده سیمه کې د اسرائیلو د اړوندو سیاسي پرمختګونو طراح پیژندل کیږي.

کشنر د الوت په جریان کې له خوښي او مستي ډکې ویډیوګانې ویشلئ، له بله لورې د کشنر له غروره ډک حالت مسلمان له مدینې او خیبره د یهودو د شړلو په یاد کې اچاؤ. او د رسول(ص) د یهودو او ټولو کافرانو له عربي خاورې د ایستلو فرمان د مسلمان غیرت ښوراؤ او وینه یی ور ګرموله، خوکشته بیا د ځمکې په مخ د یهودو د استقبال منډې ترړې وې. او د محمد رسول الله(ص) ملکوتي فرمان د چا په یاد هم نه ؤ، نوبیا، خو کشنر نه ؤ ملامت چې ووایی چې: پیغمبر، خو مو موږ له مدینې، خیبر او ټولې عربي جزیرې و شړلو ، خو تاسي بیا د یهودي الوت کشینستو ته ټولې راغلې لارې په سرو قالینو فرش کړې د ي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x