دیني، سیرت او تاریخ

ستر سباوون

احمد الله عاطفي

د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) مسعود میلاد لمانځل او که دخوږ نبي د سیرت روزنه؟

خرافات او ناروا کړنې په هر ځای که هغه مسجد کې وي، درمسال، کلیسا،کنیسه،اتش کده، بازار او که کور کې وي  ناروا  او ګناه دی.

عبادت او بندګې چې په هرځای کې وي ثواب او روا دی.

د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم)د مبارک میلاد په نوم یوشمیر مسلمانان سره راټول شي او هلته دسیرت درس ورکول کیږي او داسلام تاریخ بیانیږي، د دې بدي په څه کې ده او ولي تر سره نه شي.

که دلیل داوي چې خپله حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) او صحابه ئې کرامو مولود شریف نه دې لمانځلی، او په همدې دلیل ټینګ ولاړ ئې چې مولود شریف لمانځل بدعت او ناروا عمل دی، د دې وینا بنیاد کینه او ناپوهۍ نه سر چینه اخلي.
داچې رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) دوشنبه  روژه نیوله د دې یو دلیل ئې خپل بابرکته ولادت ښودلی.

دویم داچې د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) سیرت مطالعه کړئ دبعثت او دعوت له پيلیدو سره یوه ورځ داسي نه ده تیره شوې چې قرا او ارام ئې کړی وي، له هجرت نه وړاندي ئې شپه او ورځ په پټه اوښکاره دعقایدو په جوړولو او دامت په منظم کولو کې یوه شیبه هڅي نه ده تیره کړې دناترسه دښمنانو په منځ کې صفونه منظم کول ، دالله کلام ئې رسوو،د دعوت جارو تر سره کولو سر بیره دصحابه ئې کرامو دهجرت لار ښوونو سره سره مکې ته راتلونکو حاجیانو، تجارانو ، عام مسافرینو، میلمنو سره په پټه او ښکاره لیدل او هغو ته داسلام بلنه ورکول.

له هجرته وروسته د دعوتي چارو سربیره داحکامو بیانول او عملي کول، سریو غزا او جهاد لپاره صحابه ئې کرام تربیه او تیارول او عملاً برخه اخستل دا داسي چاري دې چې لیکل  او بیانول ئې اسان دي خو عملي تګ لاره چې یو وړوکې ټولګی دټولې نړۍ له واکنو، ځواکونو، مذهبي سوداګرو او منکراتو په خلاف دعمل میدان کې ودریږي ، دخپلو سرونوپه نذرانو او د وینو په تویدو سره هر رنګه مقاومت ته ټټر سپر وګرځوي داسلام نوی ټوکیدلی باغ خړوب او سمسوره کړي، اوږد منزل، پراخه سرمایه او د هر رنګه
پانګې او سهولیتونوپراخي زیرمې پکار لري.

لاکن دالله په فضل او نصرت همدا دصحابه ئې کرامو محدود ټولګی دلسو کالو په محدوده زمانه کې ،چې دمدینې منورې په یوه برخه کې میشت وو، دخوړو لپاره ئې مناسب خواړه نه درلودل ، دڅخاک لپاره ئې اوبه، دځان پټولو لپاره ئې جامې، بیا ئې هم په همدې حالت کې په خالي لاس او ابلو پښو ئې خپل چاپیریال داسلا په زرینو وړانګو منور کړاو هم ئې دنړۍ سترو پوځي او اقتصادي قوتونو ته داسلام بلنه ورسوله، دهمدې لسو کالو په محدوده موده کې داسي کور او کیږدۍ نه وه پاتي چې هلته دحق دا مبارکه کلمه(أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَٰهَ إِلَّا ٱللَّٰهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ ٱللَّٰهِ)‎  نه وي رسیدلې.

خپله حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) او صحابه ئې کرامو به تل دمجاهدینو دسرخندوکوویاړلو کارنامو یادونه کوله.
صحابه ئې کرامو به خپلو اولادونو ته داسي دسیرت درس ورکوو څنګه ئې چې دقرآنکریم درس ورکوو، دغزواتو تاریخ د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) هره وینا او کړنه ئې داسي ژوندي ساتل  لکه خپل ژوند، هغوی داسي اړتیا نه ده محسوس کړې چې په کال کې یوه ورځ دمولود شریف په نوم ولمانځي او په هغه کې دسیرت درس ته غوږ ونیسي، هغوی خپله د ژوندي سیرت
درسونه وو.

په اسلامي هیوادونو کې بیاهم  اسلامي ماحول دی، مسجدونه مدرسي او استادان مصروف دي دعلم او اسلامي روزنې مرکزونه معلوم او دړې پرانستل شوي دي ، په هغو هیوادو کې چې مسلمانان اقلیت دي ، نه ئې داذان اوزا  بهر وځي اونه ورته اجازه شته، نه منظم مدارس لري او نه خلاصه ازادي، نه خپل مړی په ازاده توګه ساتلی شې اونه ورته په خپل کور کې غسل او کفن ورکولی شئ نور بې شمیره محدودیتونه، د دې سر بیره زموږ مفتې صاحبانو دپټوسترګو فتوی … چې دا بدعت دی ، ضلالت دی او ګمراهي(!)

داسي خلک او عناصر نه تدبر لري اونه بصیرت بس یواځي خوله لري چې په هر ډول کیږي دامت یوې برخې ته صدمه او ضربه ورسوي.

ته ملا وتړه یوځل خلک دسیرت درس ته کینوه بیا ورته ووایه چې سیرت لمانځلو اصلي طریقه او عبادت داسي دی.

ملا وتړه یوځل ځوانان له منکراتو را وګرځوه مسجد ته ئې را ورسوه بیا ورته په حکمت توسیه او سپارښتنه وکړه ، دمسجد اداب او دعبادت لاري وښیه.

یوځل ځوانان او په مجموع کې دخپل اوسیدونکي ماحول مسلمانان د جنازي لمونځ ته دعوت کړه بیا ورته دفاتحې احکام وښیه هغه هم په حکمت.

زموږ ځان ښودنه او علمیت همدومره دی چې  دمسعود او مبارک میلاد لمانځلو مخه ونیسو، که څوک مسجد ته یو ځل راغی په لمونځ ودرید پرځای د دې چې تشویق او ترغیب او سمه لار ښوونه وکړو ، هله لاس دلته کیږده، اواز دپورت او ښکته کړه ، پایسې دې ولې داسي دي د کالیو رنګ د ولې داسي دی ، په پتلون کې د ولې سوری دی، له راتګه ئې پښیمانه کړي….
دا ټوله بدبختي له دې ده چې موږ نه سیرت مطالعه کړی اونه اسلامي پوهه لرو.

الله سبحانه وتعالی د موږ ته صبر ،حوصله او په دین دپوهې سره استقامت راکړي .آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x