شعـــــرونه

د مسکا ډال/ عصمت الله بشام

عصمت الله بشام

ته چي تېرۀ خنجر د ژبې لرې
زه د مسکا ډال پر سینه لرمه

د غوسې اور پرې مړ کوم د هر چا
د حوصلې سړَه چینه لرمـه

په پا کـوم د عیبو خَرې مدام
د فکر داسې یوه کیسـه لرمـه

د وُلــو منځ ته په کې ګورم هـر وخت
د خیال صفا سپینه اینه لرمه

د حق یم مل له بـاطل کرکه کـوم
جهانه داسې عقیده لرمه

ستا د تنصیر تیارو کې ورک به نـه شم
چې د قرآن بله ډیوه لرمه

نړوم ستا د غرور دنګه ماڼۍ
(بَشام) همداسې اراده لرمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x