افغانستان

اوریا: د پایلو اعلان د کودتا اعلان دی

د ملي ایتلاف  او د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټيم غړي فضل الرحمن اوریا له یوه شخصي تلویزون سره په خبرو کې وویل چې د ټاکنو د داسې پایلو اعلان به د کودتا اعلان وي.
د نوموړي په خبر دغه کودتا د دوو ټیمو له لوري کېږي، د اوریا له قوله یاد دوه کود تاچیان ټیمونه یو د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټیم دی او بل هم د ټاکنو کمیسیون دی.
فضل الرحمن اوریا تېر مازیګر له طلوع تلویزون سره په خبرو کې وویل چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ډله د ټاکنو له شفافیته وېرېږي او هڅه کوي چې دملت په سترګو کې خاورې وروشیندي.
د نوموړي په خبره که د چنګاښ په شپاړلسمه د ټاکنو پایلې اعلان شي دوی ته به د منلو نه وي.
دا په داسې حال کې دی، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی دی، چې نن څو شېبې وروسته به د افغانستان په وخت د ماسپښين په دوه بجې د ناندریزو ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړي.
بل پلو ته په کابل کې ځینو مدني فعالانو ګواښ کړی دی، چې که نن د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان نه شي، دوی به په لاریونونو لاس پورې کړي او بیا به ورته د ټاکنو د کمیسیون پایلې د منلو نه وي.
یاده دې وي، چې د ټاکنو د دواړو نوماندانو په اړه ویل شوي وو، چې پخپلو کې تر یوې اندازې جوړجاړي ته رسيدلي دي. د چارو  د شنونکو له قوله د نننیو پایلو اړوند د ډاکټر عبدالله عبدالله ټيم هیڅ نیوکه نه لري، یواځې په خپلو تبلیغاتو غواړي وښايي چې دوی لاهم په خپل دریځ کلک ولاړ دي. په داسې حال کې چې د پردې تر شا د دواړو نوماندانو ترمنځ د جوړجاړي خبرې شوي دي او د داوړو نوماندانو ترمنځ په شپېته او څلويښت سلنې وېش هوکړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

ښاغلې فضل الرحمن اوریا سلام ! هیله ده چی خپل تللې روانی حالت بیرته لاسته راوړئ اوروغتیا مو حاصله کړئ! بیا دا چی ستاسو د کودتاه خبره باندی دومره و خاندیدو چی باور وکړئ نیم ساعت ورباندی وخت ضایع سو، او هغه د وزې پیغور یی را یاد کړو چی و میږی ته یی ویلی وو چی مقعد دی ښکاره سو ، ! دا خو تولو ته لکه هینداره ښکاره ده چی عبدالله جان هغه عبدالله جان دئ چی دنظار دشورا د جنګ وزارت معاون وو ، او د کابل د نړولو مهندس پنامه یادیږی، دئ او دده تروریستی دله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x