نړۍ

د کډوالو بېړۍ ډوبېدو له امله ۱۴۰ کسان مړه شوي

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د افريقا په سينيګال هېواد کې د کډوالو بېړۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۴۰ کسان مړه شوي دي.

ملګرو ملتونو هم په دې پېښه خواشيني ښودلې ده.

امريکايي رسنيو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادرې «يو ان ايچ سي ار» د مسؤولينو له قوله ليکلي، د روان کال له پيله، چې د بېړيو ډوبېدو څومره پېښې شوي، دا پېښه تر ټولو خونړۍ او خطرناکه ده.

د رپوټونو له مخې په بېړۍ کې ۲۰۰ تنه سپاره وو، چې ۵۹ يې د سينيګال او هسپانيا سمندري ځواکونو او ماهي نيوونکو له لوري ژغورل شوي او تر اوسه د ۲۰ کسانو مړي هم له اوبو راويستل شوي دي.

«يو ان ايچ سي ار» وايي، د کډوالو دا بېړۍ له سينيګال څخه د هسپانيا کينيري ایس لينډ ته روانه وه، چې له څو ساعته مزل وروسته نسکوره شوه.

د ملګرو ملتونو ادارې په دې پېښې خواشيني ښودلې او زياته کړې يې ده، چې تېره اونۍ هم په دې ساحل کې يوه بېړۍ ډوبه شوې وه او له تېرې يوې اونۍ راهيسې په روم بحيره د بېړۍ ډوبېدو څلورمه پېښه ده.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې سږکال له لويديځې افريقا د کينيري ايس لينډ پر لور د کډوالو ۱۱ زره بېړۍ تللي دي.

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداې له حکومتونو او نړيوالو ادارو غوښتي، چې د انساني قاچاق د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي او د هغو کړيو لاسونه لنډ کړي، چې د څو روپيو لپاره د نهيلو ځوانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x