
شعـــــرونه
د سترګو توره! /نعت شریف
م منصور درمان
د زړۀ پۀ سر لیکلی مې ستا نام، د سترګو توره!
نازل دې وي پۀ تا درود او سلام، د سترګو توره!
دا ستا پۀ نالیدلو او خؤږو سترګو مئین یم
زۀ ستا د سپینې مینې یم غلام، د سترګو توره!
د نور پۀ پلوشو دې د نړۍ تیارې کړې ټولې
لمرمخی سباؤن شوې، ګام پۀ ګام، د سترګو توره!
پۀ تاپسې مې کړې اقتدأ د غزا لمونځ ته
اقدام مې ستا پۀ امر، هم قیام، د سترګو توره!
احساس دې د غزاؤو را ژوندی کړ پۀ امت کې
سالار د لښکرونو د اسلام، د سترګو توره!
دا ستا د دیدن توندې تندې ډېر کړم ناقراره
زۀ ستا د لقا غواړم یو خؤږ جام، د سترګو توره!
منصور درمان یم هېښ ستا وعجیب حسنُ جمال ته
ښکلاوې درته واړه کړي سلام، د سترګو توره!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1441/10/10 سه شنبه اکوړه خټک