ټولنیزه برخه

قناعت لویه شتنمي ده

محمد نبي سلطاني

انسان د خپل خلقت له پیله بیا تر دې مهاله ( پرته له پېغمبرانو او صالحانو) که و څېړل سي، مطالعه سي او تر غور لاندي ونیول سي، نو دا به څرګنده سي، چي د اکثرو ملتونو، ټبرونو، قومونو، ولسونو او هيوادونو د جنګو، چور او تاوانو، ربړو او کړاوو، وژنو او کړاونو لامل د انسانانو، حرص، حسد، کینه، ځان غوښتنه، پر خپل قسمت د نه راضي والي او په خپل ملک، کور، او مقام نه قناعت له امله را منځ ته سوي، د ژوند پر شته امکاناتو اکتفاء نه کول، پر کم او لږ شي بسنه نه کول، په خپل قسمت نه راضي کېدل او پر خپل خدای ورکړي مال قناعت نه کول، ورڅخه داړونکي لېوان جوړ کړي، چي په هرچا، هرچيري او هر څنګه ئې وس ورسېږي، د خپلي بقا او نه مړېدونکي حرص له پاره پر وژلو، تړلو، بندولو او له منځه وړلو درېغه نه ده کړې او نې کول.

ﺩ ﻗﻨﺎﻋﺖ ﮐﻠﻴﻤﻪ ﭘﻪ ﺍﺻﻞ ﮐﯥ ﻳﻮﻩ ﻋﺮﺑﻲ ﮐﻠﻴﻤﻪ ﺩﻩ چي ﺩ ‏(ﻕ،ا، ﻥ، ﻉ او ت ‏) ﺩ تورو څخه ﺟﻮړﻩ سوې ده ﺍﻭ ﺩ یو څه ﺷﻲ ﻗﺒﻠﻮﻟﻮ او ﭘﺮ ﻫﻐﻪ ﺑﺎﻧﺪي ﺩ ﺭﺿﺎﻳﺘﻤﻨﺪۍ ﺍﻭ ﺧﻮښۍ څرګندﻭﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻌﻨﺎ ﺳﺮﻩ ده او په پښتو کي هم د بسني، صبر او پر خپل قسمت راضي والى په معنا استعمالېږي،  ﭘﻪ ﺍﺻﻄﻼﺡ کي ﻗﻨﺎﻋﺖ ﻫﻐﻪ ﻓﮑﺮﻱ ﮐړنه ده، چي ﭘﻪ ﺩﻭﻭ ﺗﻨﻮ کي ﻳﻮ ﺗﻦ ﺩ ﺩﯤ هڅه ﮐﻮﻱ ﺗﺮ څو ﺑﻞ ﺗﺮ ﺧﭙﻞ ﺍﻏﯧﺰ ﻻﻧﺪي ﺭﺍﻭﻟﻲ ﺍﻭ ﻫﻐﻪ ﺩ ﺧﭙﻞ ﻓﮑﺮ ﺍﻭ ﺧﻴﺎﻝ ﻣﻨﻮﻧﮑﯽ ﺷﺨﺺ و ګرځوي.

قناعت د اسلام د غوره اخلاقو دجملې څخه دئ، په اړه ئې رسول الله صلی الله عليه وسلم دي:« په قناعت کي داسي خزانه ده، چي پاى نه لري»
دا قناعت دئ، چي انسان  دچور اوتالان څخه راګرځوي.

دا قناعت دی چي انسان رحم، حوصلې، ميني، محبت، ترحم او مهربانۍ ته اړباسي؛
دا قناعت دئ، چي انسان ته دانسان جامه وراغوندي.

دا قناعت دی، چي  انسان د وژنو، جنګ او جګړو څخه راګرځوي؛ دا قناعت دی، چي انسان ته په ټولنه کي د ميني، محبت،  ورورولۍ او يووالي فضاء رامنځته کوي.

دا ﻗﻨﺎﻋﺖ دی، چي په انسان کي انساني ﮐﺮﺍﻣﺖ ﺍﻭ ﺷﺮﺍﻓﺖ ﺭﺍﻣﻨځ ﺗﻪ کوي؛  دا قناعت دئ، چي د رحمان بابا غوندي ملنګ انسان ئې په خپل قسمت راضي کړی، وايي:
قناعت مي تر خرقې لاندي اطلس دئ
پټ د درســـت جهان پاچا ظاهر ګدايم
بل ځاى وايي:
دقـــانع لـــه قـــناعته صدقه شه
هم درهم  وهم دينار د دې دنيا

ﭘﻪ ﺍﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﮐﯥ ﺍﺧﺘﻼﻑ ﻟﮑﻪ، ﺗﻮﺭ ﺍﻭ ﺳﭙﻴﻦ، لنډ ﺍﻭ ﺍﻭږﺩ، ﺧﻮﺍﺭ ﺍﻭ ﭼﺎﻍ، ﻋﺮﺑﻲ ﺍﻭ ﻋﺠﻤﻲ، ګونګ، ړﻭﻧﺪ ﺍﻭ ﮐﻮڼ، ځيرکه ﺍﻭ ﮐﻢ ﻋﻘﻞ، ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﺍﻭ ﮐﺎﻓﺮ.

ﺩﺍ ﻫﻐﻪ ﻃﺒﻴﻌﻲ ﺗﻮﭘﻴﺮﻭﻧﻪ ﺩﻱ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧړۍ ﮐﯥ ﺩ ﺑﺸﺮﻱ ﮊﻭﻧﺪ ﺩ ﭘﻴﻞ ﻟﻪ ﻭﺧﺖ ﺭﺍﻣﻨځ ﺗﻪ ﺷﻮﻱ ﺩﻱ؛ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﻭﻟﯥ ﻣﻮﻧږ ﻟﻪ ﺩﯤ ﺍﺧﺘﻼﻓﺎﺗﻮ ﺳﺮﻩ ﺣﺴﺎﺳﻴﺖ ﻭﻟﺮﻭ ﺍﻭ ﺯﻣﻮﻧږ ﺩ ځوﺭﯦﺪﻟﻮ ﺳﺒﺐ ﻭګرځي؟.

ﺁﻳﺎ ﮐﻠﻪ ﻣﻮﺩ ﻧړۍ ﭘﻪ ﺗﺎﺭﻳﺦ ﮐﯥ ﺩﺍ ﻟﻴﺪﻟﻲ ﺩﻱ ﭼﯥ ټوﻝ ﺧﻠﮏ ﺩې ﻳﻮ ﻟﺒﺎﺱ ﻭﺍﻏﻮﻧﺪﻱ ﺍﻭ ﻳﻮ ډﻭﻝ ﺧﻮﺍړﻩ ﺩې ﻭﺧﻮﺭﻱ؟

ﺁﻳﺎ ﮐﻠﻪ ﻣﻮ ﺩﺍﺳﯥ ﺗﺼﻮﺭ ﮐړﻳﺪﯼ ﭼﯥ ﮐﻪ ﭼﻴﺮﯼ ﺩ ﻧړۍ ﺩ ټوﻟﻮ ﺧﻠﮑﻮ ﻳﻮ ﻧﻈﺮ ﺍﻭ ﺗﺼﻮﺭ ﻭﺍﯼ؛ ﻧﻮ ﺯﻣﻮﻧږ ﺑﻪ څه ﺣﺎﻝ ﻭﺍﯼ، ؟ ﺁﻳﺎ ﮐﻠﻪ ﻣﻮ ﺩ ﻫﻤﺪﺍﺳﯥ ﻳﻮﯤ ﻭﺭځﯥ ﺩ ﻟﻴﺪﻟﻮ ﻫﻴﻠﻪ ﻣﻨﺪﻱ ښکارﻩ ﮐړﯦﺪﻩ ؟

ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺩﺍﺩﯼ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧړۍ ﮐﯥ ﺧﻮږ ﺍﻭ ﺗﺮﻳﻮ، ﺭڼا ﺍﻭ ﺗﺮوږمۍ، ﺷﭙﻪ ﺍﻭ ﻭﺭځ، ګرم ﺍﻭ ﺳﻮړ ﺍﻭ ﻫﻤﺪﺍﺭﺍﺯ ﺩ ﺭﻧګﻮﻧﻮ، ﺧﻮﻧﺪﻭﻧﻮ ﺍﻭ ﻓﮑﺮﻭﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ‏( ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ‏) ﺩ ﺩ ﺑﯥ ﺳﻴﺎﻟﻪ ﻗﺪﺭﺕ ﻟﻪ ﻧښﻮ نښاﻧﻮ څخه ﻳﻮﻩ نښه ﺩﻩ.

ځکه د ژوندپه ټولو برخوکي دبشري ټولني پرمختګ د هغوى په قناعت پوري تړلى دئ،
ﺍﻭ ﺩ ﻗﻨﺎﻋﺖ ﺩ ﻣﻬﻤﻮ ﻣﻬﺎﺭﺗﻮﻧﻮ ﭘﺮ ﺯﺩﻩ ﮐړﻩ ﺑﺎﻧﺪﯼ ﭘﻴﻞ ﻭﮐړﻭ. ﭘﻪ ﺑﺎﻭﺭﻱ ﺗﻮګﻪ ﺳﺮﻩ ﻭﻳﻠﯽ ﺷﻮ ﭼﯥ ﻗﻨﺎﻋﺖ ﭘﻪ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﮐﯥ ﻳﻮﻩ ﻧﻪ ﺧﺘﻤﯧﺪﻭﻧﮑﯽ ﺯﯦﺮﻣﻪ ﺩﻩ، ﻟﮑﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﺮﺑﻲ ﮊﺑﻪ ﮐﯥ ﻳﻮﻩ ﻣﺸﻬﻮﺭﻩ ﻣﻘﻮﻟﻪ ﺩﻩ ﺍﻭ ﻭﺍﻳﻲ: )) ﺍﻟﻘﻨﺎﻋﺔ ﮐﻨﺰً ﻻ ﻳُﻔﻨﯽ .((ﻳﻌﻨﯥ ﻗﻨﺎﻋﺖ ﻫﻐﻪ ﺯﯦﺮﻣﻪ ﺩﻩ ﭼﯥ ﭘﺎﻳﻠﻪ ﻧﻪ ﻟﺮﯼ .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x