نړۍ

سعودي: حکومت هغه سړی نيولی، چې د مسجد الحرام دروازې سره يې موټر وهلی و

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۹ل): سعودي رسنۍ وايي، حکومت هغه سړی نيولی، چې تېره شپه يې د مکې معظمې مسجد الحرام دروازه په موټر وهلې وه.

د رپوټونو له مخې موټر چلوونکي د خوب په جامو کې په غیر عادي حالت کې خپل موټر له دوو امنيتي موانعو تېر کړی و او د مسجد الحرام دروازه يې پرې وهلې، چې وروسته د پوليسو له لوري نيول شوی او اوس ترې څېړنې روانې دي.

پوليس وايي، په دغه پېښه کې چا ته مالي يا ځاني زيان نه دی اوښتی.

تر اوسه د پېښې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم د نيول تن په اړه جزئيات خپاره شوي دي.

سعودي رسنۍ وايي، نیول شوی موټر چلوونکی د زياتو څېړنو لپاره څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

د سعودي «قران ټي وي» وايي، د پېښې پر مهال عبادت کوونکو په عادي حالت کې طوافونه کول او داسې ښکاري، چې عبادت کوونکي له دې پېښې نه دي خبر شوي.

د کرونا ويروس د خپرېدو پر مهال د حرمينو دواړو جوماتونه د عبادت کوونکو پر مخ تړل شوي وو، خو د وضعيت له عادي کېدو سره يوازې لس زره کسانو ته په دې شرط اجازه ورکړل شوې وه، چې د کرونا لپاره احتیاطي تدابير به په نظر کې نيسي او اوس هم خلکو ته د عبادت لپاره په دې شرط اجازه ورکړل شوې، چې د کرونا اړوند تدابیر به عملي کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د دی قضیی تر شا کوم پلان شته، چی دا خنځیر تر دی ځی پوری څنګه را رسیدلی دی؟ دلته زمونږ مسلمانان د قدرت د تر لاسه کولو لپاره نندری وهی څوک قران او حدیث مطرح کوی او ځینو نور بیا د کافرو سره تړون معتبره بولی ناخبره لدی چی د مسلمانانو حالت په نړی څنګه ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x