افغانستان

ایمان پلورونکي ولې چپ دﻱ؟

راټولونه او تبصره: ډاکټر سیف الله خالد

فرانسه او وګړﻱ یې موږ د تاریخ له ماضي پاڼو  څخه پیژنو دا نن چې تالي څټي، څټمېسني او ،پردﻱ پال حاکم چارواکي د داسې اسلام ضد څرګندونو په مقابل کې چپ دﻱ مطلب د ادب چې دوی اوس د کلیسا مدافعین دﻱ که د نبوﻱ منهج او ممبر او که یا دا معنـی چې الرضا بالکفر کفر؟

فرانسه له اسلام سره د تاریخ غلیظه ماضي لرﻱ چې له بده مرغه ځینې یې له ښکاره دښمنۍ پوره خبر هم دﻱ خو د کوم غبرگون خبره خو څه چـﻱ حتی ګنګوسه هم نه راځـﻱ په داسې حال کې چې حتی کال په کال د فرانس چارواکي د اسلام او مسلمانانو په ضد خپل قوانین تغیروﻱ خو ځینې داسې عقیدوﻱ ماران لاهم پخپله غېږ کې ساتي او کوم غبرګون نه ښيي.

که تاریخ وڅېړو د بیلګې په ډول د فرانسې پخواني ولسمشر لویس خپل اولس ته د اسلامي امت سره د جګړې د نوعیت په اڔه وایي:

که غواڔئ چې مسلمانانو ته ماتې ورکڔئ نو یواځې د وسلې جګڔه مه ورسره کوئ ځکه چې تاسې په جګړه کې د هغوی په وړاندې ماتې خوڔلې، تاسې د هغوی د عقیدې په خلاف وجنګیږئ ځکه د هغوی د قوت سرچینه د هغوی په عقیده کې ده.

په همدې ډول  په 1917 میلادی کال د نومبر میاشتی په 15مه نیټه فرانسوي اشغالګرو د افریقی ریاست برخه (چاډ) هیواد کی 400 مسلمان علماءِ کرام او مفتیان په یوه ځاﺉ باندی شهیدان کړل ، دغه علماءِ کرام د مذاکراتو په پلمه باندی دعوت شوی ول ، له شهادت وروسته فرانسوی اشغالګرو دغه علماءِ کرام په (امِ کامل) سیمه کی په اجتماعی ډؤل یوه کنده کی دفن کړل ، د علماءِ کرامو دغه ډلېیزه وژنه په تاریخ کی د (کبکب قتلِ عام) په نوم یادیږی.

د فرانسوي اشغال په وختونو کې په (چاډ) باندې د سوډاني پاچا شیخ رابح الزبير بن فضل الله حکمرانی وه، د (چاډ) اساسي قانون هم قرآن او سنت وو ، متاسفانه په اتلسمه پیړۍ کی د براعظم افریقه په جلاکړون کی په چاډ هیواد باندی فرانسویان قابض شول ، فرانس سمدستی په چاډ کی د اسلامی قوانینو برعکس د عیسایت تبلیغ او ترویج پیل کړو او په عربی ژبه ، قرآن او اسلامی تعلیماتو یې بندیزونه اجراء کړل او زرګونه مسلمان یې بیګناه شهیدان کړل شیخ الرابح د اسلام او قرآن د دفاع لپاره د فرانسوی اشغال په ضد جهادی مبارزه پیل کړه ، په لومړۍ جګړه کی د سلګونه فرانسوی کمانډویانو په شمول نامتو جنرال پال کریمبل هم جهنم ته واصل شو ، په 1884 میلادی کال په دوهمه جګړه کی دوهم نامتو جنرال (بریټن) هم د مجاهدینو په تعرض کی مردار شو ، دریم ځل د ټمبټکو په مقام باندی د فرانس یؤ بل نامتو جنرال (لِمی Limmy) هم د مجاهدینو په ګوذار کی مردار شو ، او شیخ الرابح هم د شهادت لؤړ مقام ته ورسید!!!

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د دچاډ د تاریخ یوه پاڼه، یوه کسیه وه دایی پر خلکو څه؟ اوس مونږه ته له ټولو مهمه سوله ده چی سوله نوی هیڅکله به مسلمانان د ترقی پر لور روان نشی او همیشه به د کفارو له طرفه تر تشدد او حملی لاندی وی. تر هغو چی د کافرو په مقابل کی باالمثل عمل ونکړو همداسی به خوار او ذلیله وسو لکه چی اوس یوو. کافران سپږمی وختل او مونږه خپل منځ کی هر ورځ یو بل لکه چنجی خورو. د قطر ## ملایانو او د کابل حکومت جاهلو ته وګوری دوی زمونږه پر سرنوشت خبری کوی یوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x