
طالبان: که د اسلامي هیوادونو مشران د فرانسې په وړاندې ونه درېږي؛ د اسلامي ټولنې د استازیتوب حق نه لري
نن ټکی اسیا ( شنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په فرانسه کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته منسوبو کارټونونو خپرېدو توند غبرګونونه راپارولي؛ طالبانو په یوه تبصره کې ددې پېښو په تړاو د اسلامي نړۍ د مشرانو په چوپتیا نیوکه کړې او له هغوی یې غوښتي چې د فرانسې په وړاندې په درېدلو او په خپل پیغمبر باندې په ننګ کولو سره خپل اسلامي تشخص ثابت کړي.
د طالبانو له رسمي ادرس څخه د ورځې خبره تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ګستاخۍ په غبرګون کې تر ډېره مسلمان ولسونه په احتجاج راوتلي؛ خو د اسلامي ټولنو د حاکمانو او مشرانو غږ چوپ دی.
تبصره کې وړاندې زیاته شوې، چې که رښتیا هم د اسلامي ټولنو حاکمان ځانونه د ولسونو استازي بولي؛ نو باید غبرګونونه وښيي او په دې توګه خپل اسلامي تشخص ثابت کړي؛ کنې له دې پرته به یې دنیوي او سیاسي اعتبار ته زیان ورسېږي «د دې وضعیت دوام نه یوازې په دیني لحاظ د اسلامي نړۍ د مشرانو په زیان ده او هغوی به عندالله ورباندې مأخوذ او ملامت وي، بلکې په دنیوي او سیاسي لحاظ هم د دوی اعتبار ته زیان اړوي. کوم مشر چې په دې سخته ورځ او په داسې حساسو مسائلو کې د خپل مسلمان ملت تر څنګ ونه دریږي او د اسلام په پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې ننګ ونکړي نو هغه بیا په هیڅ قانون او معیار دا حق نه لري چې ځان د کومې اسلامي ټولنې یا هیواد مشر او نماینده وبولي.»
طالبانو ددې تر څنګ هیله کړې، چې مسلمان حاکمان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د شوي سپکاوي قضیه په جدیت سره راپورته کړي «د دې وضعیت دوام نه یوازې په دیني لحاظ د اسلامي نړۍ د مشرانو په زیان ده او هغوی به عندالله ورباندې مأخوذ او ملامت وي، بلکې په دنیوي او سیاسي لحاظ هم د دوی اعتبار ته زیان اړوي. کوم مشر چې په دې سخته ورځ او په داسې حساسو مسائلو کې د خپل مسلمان ملت تر څنګ ونه دریږي او د اسلام په پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې ننګ ونکړي نو هغه بیا په هیڅ قانون او معیار دا حق نه لري چې ځان د کومې اسلامي ټولنې یا هیواد مشر او نماینده وبولي.»
د طالبانو له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه دي چې د فرانسې ولسمشر «امانویل مکرون» رسول الله صلی الله علیه ته د منسوبو کارټونونو له خپرولو ننګه وکړه او اسلام یې د افراطیت دین وباله.
د ماکرون دې څرګندونو په اسلامي نړۍ کې توند غبرګونونه راوپارول او په ګڼو هیوادونو کې له فرانسوي توکو سره پرېکون اعلان شو.
طالبانو ولی اسلامی ملکونو ته دا خبره کوی حال داچی اسلامی ملکونه به افغانستان کی روان جنگ حرام بللی هغه خبره یی ولی طالبان نه منی چی وس داسی بیانی ورکوی
څنګه دا حق هم تاسو در نکړی؟ تاسو طالبانو ته خو د امریکی تړون معتبره ده خدای د وکړی چی هر ورځ تباهی وی او وژنه.