افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبانو په بین الافغاني مذاکراتو کې د منځګړو د شتون راپورونه رد کړل

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې طالبانو او د کابل د مذاکراتي ټیم په بین الافغاني مذاکراتو کې د منځګړو په شتون هوکړه کړې؛ د طالبانو سیاسي دفتر یې په غبرګون یې ویلي، چې په مذاکراتو کې پرېکړې د دواړو مذاکراتي ټيمونو په خوښه کېږي او هیڅ بهرنی لوری پکې دخیل نه دی.

رسنیو تېره ورځ په قطر کې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی وو، چې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو ټیمونو هوکړه کړې چې قطر به د منځګړي په حیث  په مذاکراتو کې ګډون لري.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په یوه لنډ ټلیفوني پیغام کې لیکلي «په بين الافغاني مذاکراتو کې د منځګړي په حيث څوک نشته. البته کوربه هيواد د نورو سهولتونو برابرولو تر څنګ که ضرورت احساس شي د بين الافغاتي مذاكراتو په ناستو کې له ګډون پرته هر لوري سره په انفرادي توګه خپل نظر او مشورې شريکولی شي او تصميم خپله د بين الافغاني مذاکراتو د ټيمونو صلاحيت دی.»

یاده دې وي، چې د مذاکراتو د پیلېدو په لومړۍ ورځو کې د طالبانو په اصرار دواړه لورو هوکړه وکړه چې د مذاکراتو په خونه کې به هیڅ بهرنی وګړی شتون نه لري او خبرې به یوازې د افغانانو تر منځ وي.

دغه اوازې داسې مهال دي چې ویل کېږي په دوحه کې روان مذاکرات له «بن بست» سره مخ شوي او تر څلوېښتو د زیاتو ورځو په تېرېدو لا هم پکې پرمختګ نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

اسلام هغه دین دۍ چه دوحوپه ذریعه پرمحمد ص نازل سوۍ دۍ چه پدی کی هیڅ چاته دمنځ ګری توب حاجت نه پیداکیږی اونه یی پیروان دتغیرورکولوحق لری،حکومت کمونسټ منافق دۍ چه په تمامه دنیاکی دمنځه وتونکۍ دۍ – صحیح ده چه مذبذبه بعضی عربی قوتونه نن داسلام سپکاوی کوی داسلام ددښمنانواسرائیلوسره دخپلی بیننګۍ اودامریکادبیری جوړجاړۍ کوی دادامعنانه لری چه افغانی ایمانداره مسلمانان چه ۴۰کاله یی جهاد دالله په لارکی وکۍ اوس په آخردکامیابۍ کی داشرفغنی ملحدکمونسټ ته تسلیم سی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

جمیل

افغانانو چی جهاد پیلوی کوم منځګړی و ؟ نه و ، نو اوس چی جهاد خپل ثمر ته نیژدی سویدی منځګړی ته څه اړتیا ده ، مونږ افغانان پخپلو کی ښه سره پوهیږو ، نا اهله که پر لاره سم و نکړای سو سزاء ورکوو او ځانونه د مضراتو څخه ساتلای سو ان شاءالله .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x