نړۍ

۸۸ سلنه عربانو د اسرائيلو په رسميت پېژندلو سره مخالفت ښودلی

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۹ل): ۸۸ سلنه عربان د اسرائيلي ښکېلاک په رسميت پېژندلو سره مخالف دي.

د قطر پلازمېنې دوحه کې «د سياسي بحثونو څېړنیز مرکز» په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې د خليجي هېوادونو ۸۸ سلنه اوسېدونکي د اسرائيلي ښکېلاک په رسميت پېژندلو سره مخالف دي.

ياد مرکز دا سروې په داسې حال کې خپره کړې، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې متحده عربي اماراتو، بحرين او سوډان درې عربي دولتونه دي، چې له اسرائيلو سره د اړيکو عادي کولو تړونونه يې لاسليک کړي دي.

مصر او اردن له تېرو څو لسيزو راهيسې له اسرائيلو سره ډيپلوماټيکې اړيکې لري.

امريکايي رسنۍ وايي، درې واړو دولتونو دا تړونونه د امريکا د فشار په نتيجه کې لاسليک کړي دي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، له متحده عربي اماراتو، بحرين او سوډان وروسته د سعودي په شمول پنځه نور عربي دولتونه هم له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو ته لېواله دي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم ويلي، چې يو شمېر نور منځلاري عربي دولتونه هم له دوی سره د اړيکو جوړولو لپاره تيار دي.

نتنياهو له عربي دولتونو سره د اړيکو رغول ستره لاسته راوړنه بللې او زياته کړې يې ده، چې له عربي دولتونو سره د اړيکو له امله به د منځني ختيځ نقشه هم بدله شي او اسرائيل به د ځمکنيو او فضايي محدوديتونو له ستونزو راووځي.

سعودي که څه هم له اسرائيلو سره رسمي اړيکې نه لري، خو بحرين، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو هېوادونو ته د اسرائيلو تلونکې الوتکې د سعودي له فضا تېريږي.

د فلسطين سربېره په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې له اسرائيلو سره هر ډول اړيکې له فلسطينيانو سره ظلم او خيانت بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x