نړۍ

امریکا وایی په لاهورکی دتښتول شوی امریکایی دموندلو خبر ناسم ده

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۶) واشنګټن: امریکا وایی په لاهورکی دتښتول شوی امریکایی دموندلو خبر غلط ده، په واشنګټن کي امریکي دبهرنیو چارو دوزارت ویاندي وکټوریه نیولینډ دخبریالانو سره دخبرو پرمهال وویل چي دپاکستاني پولیسو له لوري هغه ادعاچي وایی تښتول شوی امریکایی یی موندلي ناسمه ده، نوموړي زیاته کړه له پاکستان څخه موغوښتنه کړي ده چي څومره ژروي باید وینسټن وموندل شي.
وکټوریه زیاته کړه دتیښتول شوی امریکایی دبیا موندلو په اړه له پاکستاني حکومت سره په څنګ کي په پلټونوبوخت یو هیله لرو چي ډیرژر به وینستڼ وموندل شي، دکراچي دروانو حالاتو په اړه دیوه سوال په جواب کي نوموړي وویل دکراچي حالاتو دپاکستان حکومت اواستخباراتی سرچیني له اندیښني سره مخ کړي دي، وکټوریی زیاته کړه دامریکي متحده ایالات دکراچي حالات په غورسره څاري.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x