افغانستان

په کابل پوهنتون کې د شخړې له امله دولتي پوهنتونونه رخصت شول

تېره شپه د کابل پوهنتون په مکرزي لیلیه کې د محصلینو د دوو ډلو ترمنځ له نښتې وروسته د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې دولتي پوهنتونونه رخصت دي.
د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وايي چې د کابل پوهنتون په ګډون په ټول هېواد کې دولتي پوهنتونونه د کوچني اختر تر پنځمې ورځې پورې رخصت دي.
دا په داسې حال کې دی چې د هېواد په سطحه په دولتي پوهنتونونو کې د سږني تعلیمي کال د لومړي سمستر ازموینې پیل شوې دي.
تېر کال هم کابل پوهنتون د محصلینو له خپل منځي شخړې سره نږدې یوه میاشت رخصت و.
محصلین وايي چې په لیلیه کې شوی جنګ د یو پلان له مخې را وړاندې شوی دی، تر څو د ټاکنو د پایلو په خاطر پوهنتونونو ته د رخصت پلمه جوړه شي.
د کابل پوهنتون یو تن محصل چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي نن ټکی اسیا ته وویل، چې جنګ نږدې ماسپښین د لوبو په میدان کې د یو څو تنو ترمنځ شوی و، وروسته ماښام ناوخته په لیلیه کې د هماغه جنګ په پلمه بشپړ قومونه سره په جګړه کې شول. د ده په خبره د پوهنتونو ساتونکو پولیسو د جګړه مارو ننداره کوله.
د کورنیو چارو وزرات د مرستیال له قوله په بېګانۍ شخړه کې پنځه ویشت تنه ټپیان شوي دي چې حالت يې د اندېښنې وړ نه دی، د کابل پوهنتون محصلین بیا وايي چې د ټپیانو شمېره تر دې هم ډېره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x