دیني، سیرت او تاریخ

د بخارا او سمرقند په وینو لړلی ژوند «شپږمه برخه»

لیکوال: مولانا اعظم هاشمی

ژباړه: لمر شرفزوی

پر مسلمانانو د کمونستانو د بریا تاکتیک:
خوقند د ترکستان ستر، پراخه او تاریخي ښار و. د تزار د شاهي واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د ترکستان د موقت ازاد حکومت پلازمېنه وه. دا ښار له قایقي ۱۵۲ میله واټن لري. څه وخت چې د خوقند په خاوره کې د کمونستانو جبر، تشدد، کړاو او استبداد اوج ته ورسېد، نو ددې څېرونکو د سختیو له امله مسلمانانو پټ خوځښت رامنځ ته کړ.

څه وخت چې به کمونستانو د اسلام، الله سبحانه و تعالی او د هغه د استازي (ص) په اړه چټیات او سپکې ویلې او یا به یې علما‌ء کرامو او روحانیونو ته کړاو ورکاوه، نو فدایي او رضاکارو سرتېرو به دغه کمونستان د شپې وژل، د هغوی سرونه به یې له تنو بېلول، د تړلو دروازو په موټر کې به یې د پولیسو پوستو ته رسول، هلته به یې دا مړي غورځول او یوه وړه پاڼه به یې هم پرې لپاسه غورځوله، چې په هغې کې به لیکلي وو:
“تاسې پست فطرته په اسلام پسې سپکې سپورې وایئ او علماو ته دا وخت نه ورکوئ، چې ستاسې دروغو او چټیاتو ته ځواب درکړي؛ تاسې زمونږ د بچیو په زړونو کې بدګمانۍ کرئ، نو مونږ ستاسې پر وړاندې داسې غبرګون ښیو…..”.

د مسمانانو دې خوځښت او ډلې د کمونستانو په رګونو کې وېره او ډار ننویستي وو. په کمونستانو کې چا هم ځان خوندي نه باله. کله چې به د شپې تیاره خپره شوه، نو کمونستان به په خپلو خونو کې بندیان شول( او ددې اغېزمن ګام له امله) کمونستانو په مسجدونو، ښارونو او بازارونو کې اعلان وکړ، چې “هیڅوک به هم په زور نه کمونېست کېږي، په کمونستي ادارو کې ګډون او نه ګډون د هر چا په خپله خوښه پورې تړلي او علماو او روحانیونو ته به د کوپون کارت ورکول شي”.

که څه هم دا اعلانونه د کمونستانو له دسیسو یوه دسیسه وه، خو بیا هم د کمونستانو پر دې اعلان ډېر ساده ګان ډاډه شول.

ما له ځان سره پرېکړه وکړه، چې په دې ښار کې به خپلو زده کړو ته ادامه ورکړم.

د خوقند پېژندلی عالم شیخ محمد جان چې په مولانا باوچه مشهور و زما د مور له لوري د نیکه شاګرد او زما د پلار ټولګيوال و. کمونستانو هغه په خپل کور کې بندي کړی و. د کمونستانو له دې اعلان وروسته ورغلم، ځان مې ور وپېژاند او ورته ومې وې، چې زه دلته د شرعي علومو د زده کړې اراده لرم.

شیخ یو څه شېبه چپ شو؛ بیا یې راته ووې:
“ګرانه! ته خبر یې چې دلته د شرعي علومو زده کړه منعه شوې او یوازې یو صورت شتون لري؛ هغه دا چې کم تر کمه نیمه ورځ د روزۍ په لټون پسې په بازارونو کې تېره کړې؛ په دا ډول کولای شې چې له ما سره واوسې”.

ما له دې رایې سره هوکړه وکړه، نور به مې د ورځې کار او ګټه وټه کوله او د شپې به مې له شیخ سره درس وایه. شیخ مولانا جان محمد د کمونستانو د اندونو( نظریاتو) په اړه دقیق او پراخ معلومات درلودل. د درس پر وخت به یې د هغو تردید ته ډېره پاملرنه کوله او هغه تورونه چې د کمونستانو له لوري به پر اسلام پورې کېدل؛ په پرېکنده او قوي دلایلو به یې رد کول او له حقیقته به یې پرده پورته کوله.

د خوقند ښار ته زما له راتګه درې میاشتې تېرې شوې وې، چې کمونستانو یو ځل بیا په نویو او اسلام ضد حرکتونو لاس پورې کړ. کمونستي دولت د ټولو سیمو او وګړو د سرشمېرنې لړلیک ترتیب او مسلمان میشتي ښارونه یې تر سختې څارنې لاندې ونیول؛ په دولتي پوځ کې یې سړي وژونکي او فرصت طلبه غړي او د ښار بدمعاشان ځای پر ځای کړل، چې د هغوی په لاس متدین وګړي په غیر اخلاقي شکنجو او کنځاو وځپي. دا ځل له هر وخت زیاته د غولونې او دوکې لړۍ پیل شوه او هره ورځ به اویا یا اتیا کسه ژوندي ورکېدل. زه ځينو روحانیونو او علماو ته ورغلم او ددې زړه بوګنوونکې وضعې په اړه مې ورسره د اندېښنو اظهار وکړ او له هغوی مې لارښوونه وغوښته، خو هغوی د نهیلۍ په ناپایه سمندر کې ډوب شوي وو او ډېرو په کې خپله بې وسي او بې کسي ښوده.

هغوی به ویل:
“مونږ مرګ او شهادت ته شېبې شمارو، ځکه چې د کمونستانو واګي ازاد پرېښودل شوي او هغه احتیاطي تدابیر چې کمونستانو د مسلمانانو د پټو حرکتونو له امله په پام کې نیولي وو اوس هېر شوي او عوام تر ډېره له رښتیني قیادته بې برخې شوي؛ ځکه خو نورو احتیاطي تدابیرو ته اړتیا نده پاتې او د مسلمانانو داخلي فضاء د جوش و خروش او احساس پر ځای وېرې، وحشت او فتنې نېولې؛ همت او حوصلې ټيتې شوي او مدافع او دښمن ته خنډ اچوونکې لښکرې ګډې وډې شوي او د هیڅ مسلمان ځان او عزت ندي خوندي”.

نور په بله برخه کې……

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x