افغانستان

مایک پومپیو: امریکا د افغان سولې بهیر بریالیتوب کې مرسته کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، هېواد یې د افغان سولې بهیر په بریالیتوب کې مرسته کوي، ترڅو له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو وتلو ته لاره هواره شي.

مایک پومپیو دا څرګندونې له فاکس نیوز سره په تازه کې کړې او د افغانستان سوله یې د ټولې نړۍ د امنیت په ګټه بللې ده: «امریکا د افغانستان لپاره د امنیت او نړیوالې هوساینې غوښتنه کوي، هغه څه چې موږ یې کوو د ټولې نړۍ په ګټه دي او تاسې یې نړۍ کې اغیزې وینی. افغانستان کې له افغانانو سره مرسته کوو، چې د سولې مشري پر غاړه واخلي او د دې بهیر بریالیتوب سره زموږ د پوځیانو وتلو ته لاره هواره شي.»

په ورته مهال د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر بیکا اویستو هم پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د سولې روان بهیر کې افغانستان له یاده ونه باسي او د جینوا ناسته کې د افغان سولې بهیر څخه د ملاتړ ژمنه وکړي.

پیکا اویستو دوحه کې د شخړو او بشردوستانه مطالعاتو انسټیټیوټ کې د خبرو پرمهال په قطر د بین الافغاني مذاکراتو روان بهیر د افغانستان لپاره مهم بللی او له ملاتړو هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د مرستو ژمنې تازه کړي:

«ملاتړو هیوادونو ته زموږ پیغام دادی چې دغه مهم پړاو کې افغانستان هیر نه کړي. مونږ ټول افغانستان کې سولې ته اړتیا لرو، په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډي هیوادونه. د جنیوا ناسته کې زموږ هڅه داده چې ملاتړي هیوادونه وهڅوو چې د افغانستان پراختیا لپاره خپلې ژمنې وغځوی. هیله کوم دا چې اوس دوحه کې یو مهم بهیر روان دی، پر افغانستان تمرکز وکړئ.»

له بل پلوه د چین بهرنیو چارو وزارت هم له امریکا غوښتي چې د افغانستان په اړه پر خپلو ژمنو ولاړه  پاتې شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وانګ ونبین داسې ویلي: «چین دوحه کې د هوکړې عملي کیدل او د افغانانو مذاکرات له نږدې څاري. زمونږ وینا داده چې دوحه کې د سولې خبرو کې له پرمختګ پرته افغانستان کې امنیت نشي راتلی. امریکا د افغانستان په مساله کې تر ټولو مهمې ګډونوالې په توګه د نړیوالې تولنې پر وړاندې تر ټولو زیاته مسووله ده. امریکا باید د افغانستان اړوند مسایل په مسوولانه توګه اداره کړي او دغه هیواد کې د سولې او ټیکاو راتلو برخه کې رغوونکې رول ولوبوي.»

د امریکا او چین په ګډون نړیواله ټولنه په داسې مهال د قطر له بین  الافغاني مذاکراتو څخه د خپل ملاتړ اعلان یوځل بیا کوي چې کابو له میاشتو راهیسې د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو او کابل حکومت د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د مذاکراتو په طرزالعمل او کړنلارې بحثونه دوام لري او داسې ویل کیږي چې دغه مذاکرات له ستونزو سره مخ شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

ددنیاکفارداجنایت کاره ټولۍ لکه داشرفغی پخپلوملکوکی جیلوته اچوی لاکن زموږپه ملک کی حکومت ورته وایی آیادوی ددی جنایت کاروله جنایته ناخبره دی چه پرخپلوعواموبمبارۍ کوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x