افغانستان

د حاجي دین محمد پر موټریز کاروان وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال او د ننګرهار د پخواني والي حاجي دین محمد پر موټریز کاروان وسله وال برید کې د هغه یو ساتونکی وژل شوی دی.

دا پېښه نن ماښام د کابل ـ جلال آباد پر لویه لاره د «مشعل کمر» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو د حاجي عزیزالله دین محمد پر موټریز کاروان برید ترسره کړ.

سیمه ییزو امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، په دغه وسله وال برید کې حاجي دین محمد ته زیان نه دی اووښتی؛ خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې پر حاجي دین محمد وسله وال برید د چا لخوا ترسره شوی او نه هم چارواکي په دې اړه ځواب ویلو ته حاضریږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په ولایاتو او لویو ښارونو کې د سولې فعالان او د حکومت سیاسي منتقدین په پرلپسې توګه تر هدفي بریدونو لاندې نیول کیږي او داسې باور کیږي چې یو شمېر حکومتي کړۍ په لوی لاس غواړي د سولې روان بهیر مختل کړي.

تیره ورځ د کندهار ولایت مرکز د ښار په  نهمه  امنیتي حوزه کې هم د حکومت سیاسي منتقد او پخوانی څارنوال بشیراحمد قیومي په یو هدفي برید کې ووژل شو، چې تراوسه یې قضیه نه ده څېړل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x