نړۍ

ايمانويل ماکرون: د کارټونونو خپرول حکومتي تګلاره نه ده او د مسلمانانو خفګان درک کوو

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون له الجزيرې تلويزون سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام په شان کې سپکاوي کوونکي کارټون خپرول حکومتي تګلاره نه ده او دوی په دې اړه د مسلمانانو خفګانونه درک کوي.

ماکرون وویل: «ځينې کسان له اسلام څخه د دفاع په نوم اسلام تحريفوي.»

هغه زياته کړې، چې کارټونونه خپرول هېڅکله حکومتي تګلاره نه ده، بلکې دا د خپلواکو ازادو رسنيو کار دی، چې حکومت سره اړيکه نه لري.

نوموړي څو ورځې وړاندې ويلي و، چې دوی به کارټونونه خپروي، اګر که ځينې به پرې خوا هم بدوي، خو نن يې الجزيرې تلويزون ته وويل، چې په دې اړه يې وينا تحريف شوې او هغه خبرې يې رد کړي، چې ګواکې دی د کارټونونو د خپرولو پلوی دی.

ماکرون وويل: «اوس، چې د اسلام په نوم څه روان دي، دا د مسلمانانو لپاره هم ستر مصیبت دی او د روانې ترهګرۍ اتيا سلنه قربانيان په خپله مسلمانان دي.»

له تېرو څو ورځو راهيسې په عربي او ټولو اسلامي هېوادونو کې د فرانسې پر ضد کرکه او غوسه مخ پر زياتېدو ده او ډېری مسلمانان غوښتنه کوي، چې د فرانسوي توکو د بايکاټ سربېره دې له فرانسې سره هر ډول اړيکې پرې شي.

د قطر، کويت، سعودي، فلسطين، اردن، ترکيې افغانستان، پاکستان، بنګله‌دیش، اندونیزيا او ماليزيا سربېره په ګڼو اسلامي هېوادونو کې له فرانسوي توکو سره د پرېکون لپاره پراخه مبارزه روانه ده.

د اسلامي همکاريو سازمان سربېره د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان، د ماليزيال لومړي وزير  مهاتیر محمد د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د ګڼو نورو اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د فرانسې له لوري د يادو کارټونو خپرول غندلي او دا يې د کرکې او نفرت خپرولو وسیله بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Changing his words

طوطی

کافر هم قناعت کوی او په خبرو یی سر خلاصیږی خو راشی زمونږ خلک وګوری جهاد مو لدی لپاره وه چی له اشغال څخه خلاص شو اوس چی اشغال ختم ښکاری د قدرت او د حکومت د لاسته راوړلو لپاره خلک په نوم د جهاد د مرګ خولی ته ورکوو اوربند نه منو د خلکو د وژلو او بی عزتولو پروا نلرو.

دوکتور غروال

په واقعیت کښی د ترور قتلونو او حملو ځالی د امریکا په ابتکار د پنجابی پاکستان په کاملآ همکاری او د غربی ممالکو په خاصه چوپتیا په پاکستان کښي د عربو شیخانو په حمایت جوړی شوی حتی امریکا ډالرو باندی د افغان مهاجرینو اولادونو لپاره د تروریستی ځالی د مدرسو شعار لاندی جوړی شوی او شیخ بن لادن سره د نورو شیخانو په ډیری مزهبی جزبی پاکستان ته پلانیز تشویق شول او ددوی او پښاور کښي د پنجابی پاکستان له خوا د امریکا تر رهبری د لسان تفریقی په اساس تنظیمونه راپیدا شول اوددی ( تنظیمونو او مدرسو ) کنترول… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x