نړۍ

مکه مکرمه: د بهرنيو هيوادونو مسلمانانو ته هم د عمرې اداء کولو اجازه ورکړل شوه

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کرونا وايروس د خپرېدو له امله په بيت الله شريف کې د عمرې مراسم ځنډېدلي وو تېره مياشت په تدريجي توګه بيا پيل شول.

د تېر اکتوبر په لومړيو کې د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت په اجازه د سعودي عربستان محدودو داخلي عمره کوونکو ته اجازه ورکړه چې اوس دا بهير نور هم غځېدلی دی.

د سعودي حکومت ويلي دي چې سر له نن «نومبر لومړۍ» نېټې څخه له سعودي څخه بهر د نورې نړۍ مسلمانانو هم د عمرې اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر کولی شي.

د سعودي د حج او عمرې وزارت ويلي دي چې د نوې پاليسۍ له مخې به هره ورځ ۲۰ زره کسان عمره اداء کوي او تر ۶۰ زرو پورې کسان به په مسجد الحرام کې لمونځونه اداء کولی شي.

د وزارت د لارښوونو او مقرراتو له مخې مکې مکرمې ته د عمرې په اراده تلونکي کسان د لومړيو درې ورځو لپاره قرنطين کيږي او له هغې وروسته به د کرونا مخنيوي د شرايطو په عملي کولو سره د عمرې مراسم اداء کوي.

د مسجد حرام منتظمينو عمره کوونکو ته د ماسکونو د استعمال او د ټولنيز واټن د مراعتولو امر کړی او ويلي يې دي چې د مکي حرم حدود به د ورځې په اوږدو کې څو ځل وینځل کيږي.

د روان کال اکتوبر په لومړيو کې له اووه مياشتني ځنډ وروسته يواځې سعودي ميشتو عمره کوونکو ته د عمرې اداء کولو اجازه ورکړل شوه چې شمېر يې يواځې ۱۵ زره تنو ته رسېده خو وروسته دغه شمېر په تدريجي توګه پرمخ لاړ چې دادی اوس د بهرنيو هيوادونو مسلمان اتباع هم کولای شي چې عمره اداء کړي.

بايد وويل شي چې هرکال نږدې شل ميليونه کسان د عمرې اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر کوي، چې تېر کال هم دغه شمېره ۱۹ ميليونه تنو ته رسېدلې وه خو په دغه هيواد کې د مارچ مياشت کې د کرونا وايروس د خپرېدو له امله دا بهير ودرول شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x