
کندهار: ميوند کې د ملي اردو يو عسکر خپل څلور ملګري وژلي
نن ټکی اسيا: د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو يو عسکر خپل څلور ملګري وژلي دي.
د کندهار يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه ناوخته د کندهار ولايت ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو يو سرتيري خپل څلور ملګري وژلي او له يو شمېر وسلو سره په تېښته بريالی شوی دی.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې نوموړی نفوذي عسکر د دوی ملګری و او تېره شپه ناوخته يې د ميوند ولسوالۍ شنه سړک سيمې په يوه امنيتي پوسته کې خپل څلور ملګري و وژل او له پېښې وروسته سره له دوو کلاشنکوفونو د طالبانو ليکو رسېدلی دی.