افغانستان

د ولایتي شورا رییس: هرات زندان کې بندیان په ډزو ویشتل شوي وو

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت د ولایتي شورا رییس «کامران علیزی» وایي، څلور ورځې وړاندې په هرات ولایت کې اعتراض کوونکي بندیان په ډزو ویشتل شوي وو او په برقي ډندو یې د غږونو د چوپ پاتې کېدلو هڅه شوې وه.

څلور ورځې وړاندې د هرات ولایت په مرکزي زندان کې وروسته له هغه چې زندان کې شته عسکرو د بندیانو اطاقونه خراب کړل او د هغوی له منځه یې ځیني د مرګ تر حده ووهل؛ زندانیانو اعتراض وکړ، چې په پایله کې یې د عسکرو په ډزو اته تنه ووژل شول او نږدې شل نور ټپيان شول.

د هرات د ولایتي شورا رییس «کامران علیزی» وایي، ځايي امنیتي مسئولین د قضیې د پټولو په هڅه کې دي او رسنیو ته یې په دې اړه درواغ ویلي.

نوموړی وایي، د هرات نظامي شورا پرېکړه کړې وه، چې له زندانیانو څخه باید موبایلونه واخیستل شي؛ خو د زندان عسکرو د هغوی شخصي مالونه هم مات کړي وو او د هغوی خونې یې هم ړنګې کړې وې، چې له امله یې زندان کې اعتراض راپورته شوی.

علیزي وړاندې زیاته کړې، چې عسکرو اعتراض کوونکي بندیان په ډزو ویشتلي، اوښکې بهوونکی ګاز یې ورباندې استعمال کړی او په برقي ډنډو یې وهلي، چې له امله یې اته تنه زندانیان وژل شوي.

نوموړی د هرات زندان مسئولین په فساد تورنوي او په خبره یې،  هغه خونې چې عسکرو په زندان کې ړنګې کړې، له زندانیانو څخه د سل او یو سل پنځوس زره افغانیو تر اخیستلو وروسته ابادې شوې وې او کله چې اعتراض شوی، زیاتره بندیان د اوښکې بهوونکي ګاز په واسطه وژل شوي.

ورته مهال د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند «رفیق شیرزی» بیا وایي، چې د اته بندیانو له ډلې یو تن یې په ډزو وژل شوی او اووه نور یې په زهري موادو وژل شوی.

طالبانو د پېښې د وقوع په مهال له زندانیانو سره د عسکرو ناوړه چلند غندلی وو او د بشري حقونو له بنسټونو یې غوښتي وو، چې د پېښې څېړنې وکړي او د زندانیانو لپاره غږ اوچت کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx