افغانستان

مشرانو جرګه: حکومت دې امریکا ته قناعت ورکړي چې خپلې وسلې دولتي عسکرو ته پرېږدي

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د اډو د تخریب او له هیواده د هغوی د وتلو لړۍ روانه ده؛ د کابل حکومت مشرانو جرګې په همدې تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت یې غوښتي، چې امریکا ته قناعت ورکړي تر څو خپلې وسلې د کابل دولتي عسکرو ته پرېږدي.

د مشرانو جرګې غړو نن په عمومي ناسته کې په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، چې ددوی له معلوماتو سره سم امریکايي ځواکونه خپل تاسیسات ورانوي او توکي څه خراب او څه نور پاکستان ته لېږدوي، چې باید په اړه یې امریکا ته قناعت ورکړل شي « د افغانستان مشرانوجرګه له دولت څخه غواړي چې په دې اړه دې له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي او هغوی ته دې قناعت ورکړي چې پوځي تاسیسات او وسلې دې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري تر څو هغه اندیښنی چی پدی اړه پیدا شویدي له منځه لاړې شي.»

مشرانو جرګې ددې تر څنګ د هیواد په ځینو برخو کې د جګړې په زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له مذاکراتي ټیمونو یې غوښتي، چې جګړې ته د پای ټکی او اوربند ته غاړه کښېږدي.

د مشرانو جرګې له لوري پورته اندېښنه داسې مهال مطرح کېږي، چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې خپلې ګڼې اډې او تاسیسات تخریب کړي او خپل پوځي وسایط او وسایل يې د تورخم له لارې له افغانستانه د باندې ایستلي.

څه موده وړاندې د امریکا دفاع وزارت پنټاګان وویل، چې د طالبانو او دوی تر منځ د شوي توافق په اساس یې په افغانستان کې پنځه نظامي اډې تخلیه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x