نړۍ

اسلام اباد: د پاک افغان ځوانانو درې ورځنی رسنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د پاک افغان ځوانانو ټولنې د رسنيو په اړه درې ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو، چې د دواړو هېوادونو ځوانانو، خبريالانو او پوهانو په کې ګډون درلود.

د پاک افغان ټولنې له لوري نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه درې ورځني ورکشاپ کې د دواړو هېوادونو د ځوانانو لپاره ليکچرونه، د افکارو تبادلې ناستې، کلتوري معلومات او ورته نور پروګرامونه ترسره شول.

پاک افغان ټولنه په پام کې لري، چې د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ د اړيکو غښتلي کولو په موخه په ټولنيزو او بريښنيايي رسنيو کې پروګرامونه په لاره واچوي.

د پاک افغان ټولنې مسؤولين وايي، په تېرو وختونو کې د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ اړيکې کمزورې وې، چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن مخ پر زياتېدو و، خو دا ټولنه هوډ لري، چې د دوامداره اړيکو او ورکشاپونو له لارې به د اړيکو غښتلي کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د پاکستان تعليم وزارت پارلماني سکرترې وجيه اکرم او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لومړي سکرتر احمد شاکر قرار سربېره ګڼو چارواکو، خبريالانو، د مدني ټولنو غړو او نورو کسانو په دې پروګرام کې ګډون درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پاک افغان دی سر وخوره، ## افغان ووایه. پاکستان خو مونږه تباه کړلو الله د دوی تباه کړی.

پتنګ

طوطي صیب خدای پاک د مینا کړه چې نورې ژبې هم زدکړې ! پاکستان دڅه کوي خو ستا خپله ګڼډه مرداره ده ، مقصد مې ته نه یې بلکې دکابل مذدور غل رژیم دی ! د طالب د سپي بلا دې په دې فاسدینو وګرځي ! ډير ساده یې که طالبان نه وی مملکت به د تقسیم او تر ابده خراب وو خو دا هم طالبان دي چې غله ترې ډآریږي ! کمه غلا کوي بیا هم ۱۹ ملیارده دالر غلا کړي دي ! هغوی په انسانیت نه پوهیږي غله دي !

Adam Khan

Wish you all the best and bright future
PakAfghan Youths Zendabad

پتنګ

افرین اباد اوسۍ دا ښه مفکوره ده چې دواړه خواوې په په سوله ، ورور ګیلوي ، اقتصادي او کلتوري پراختیاؤ باندې فکر وکړي او دافغان د ویروسي دولت په ویروس اخته نشي !! ژوندۍ او تل د وي زمونږ دوستي او قامي یووالی !!

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx