نظــر

په ډیرې نا امیدۍ غواړم د خلکو پام ځانته را واړوم / اسد الله هارون – د ګوانتنامو بندي

په ګوانتنامو کې د پاتو بیګناه بندیانو څخه یو هم اسد الله هارون دی چې له ډیرو کلونو بغیر له کومې محکمې په بدنام زندان ګوانتنامو کې ساتل کیږي. نوموړي د بشري حقونو د مدافع موسسې چې دده نمایندګي کوي، له لاري نن ټکی اسیا ته لاندي لیک را لیږلی چې اصل یې په انګریزي دی او تر پښتو ترجمې لاندي کټ مټ نشر ته سپارل شوی دی.

—–

په ډیرې نا امیدۍ غواړم د خلکو پام ځانته را واړوم

لیکوال: اسدالله هارون – د ګوانتنامو بندي. شمیره: 3148

دا چې له پامه غورځول شوی یم، دې کار زه ستړی کړی یم، ډیر زیات ستړی.

ما د نه خوراک په اعتصاب باندي لاس پوري کړی، لکه څرنګه چې د ډیرو میاشتو څخه یم، د ګوانتنامو چارواکي زما له دې کار څخه خوښ نه دي. دوی فکر کوي چې زه دغه اعتصاب ددې لپاره کوم تر څو پر دوی فشار راوړم، تر څو ددوی ژوند ور تریخ کړم، مګر دا د حقیقت څخه لیري خبره ده. یوازینی علت زما د اعتصاب دادی چې په یاد وساتلی شم، تر څو د خلکو پام را واوړي، ځکه چې د تیرو ډیرو کلونو راهیسي چوپه خوله پاتې کېدل ماته هیڅ ګټه ونه کړه او ما دا عذاب پر ځان تېر کړ.

ماته د ډیر اوږده وخت لپاره توجه ونشوه، دا وخت یو څو ورځې نه، یو څو میاشتي نه بلکې ۱۳ کلونه وو. ما د خپل بند په لومړۍ لسیزه کې هیڅ قانوني استازیتوب نه درلود، که څه هم ما درد لرونکي لیکونه استول او د ځان لپاره مي د مدافع وکیل غوښتنه کول، مګر داسي ښکاري لکه زما یو لیک چې هم مخته نه وي تللی. زه هیڅ کله هم په کوم جرم باندي متهم شوی یا محکمه شوی نه یم. زه په ګوانتنامو کې پاته یم، زما حکومت له پامه غورځولی یم، ځکه له هغه راهیسي چې زه دلته راغلی یم، تر اوسه یوه افغان چارواکي هم زما څخه لیدنه نه ده کړې، داسي راته ښکاري لکه چې زه ددې نړۍ برخه نه یم، داسي راته ښکاري چې هیڅ څوک د کومک لپاره نه لرم.

امریکايي محکمې زما سره کومک نه کوي، ځکه چې دوی زما اواز، زما درد او پر ما چې څه تیریږي، هغه نه اوري. هیڅ یوې امریکايي محکمې په تیرو ۱۹ کلونو کې د ګوانتنامو د یوه بندي د خوشي کېدو اوامر نه دي صادر کړي. نو زه به د هغوی څخه څه تمه ولرم؟ زما مدافع وکیلان راته وایی چې راتلونکو انتخاباتو ته باید امید ولرم، مګر زه لمخکې لا د ولسمشر باراک اوباما لخوا نا امیده شوی یم، اوس وخت کې زما یوازینی امید د هغه مرستیال جوبایډن دی. مونږ خو داسي فکر کاوه چې اوباما به ګوانتنامو زندان وتړي، مګر دغه امید مو په اوبو لاهو شو، او د اوباما خبرې هسي تشې وعدې وختلې. هغه زمونږ ژوند نور هم را تریخ کړ، ځکه په سپینه ماڼۍ کې د یوه لیبرال قانون پوه پروفیسر په شتون کې، نړۍ دا فکر وکړ څوک چې په ګوانتنامو کې پاتې دي، هغه تر بدو هم بدتر دي، په کراره خلکو دا هم هیره کړه چې له سره دي ګوانتنامو غوندي زندان شتون ولري، دا ډیره اسانه وه چې بس مونږ له پامه وغورځول شو.

شاعرې مای سارټون یو وخت وویل، ددې لپاره چې یو څوک د ښه انسان په څیر چلند ولري، هغه باید د یوه اتل په څیر فکر وکړي. مونږ اوس هم هغو اتلانو ته په انتظار یو، ستاسو د اطمینان لپاره، زه اوس امریکايي مدافع وکیلان لرم، هغوی زما سره د انسان په څیر چلند کوي، زه د هغوی لپاره خپل احترام په هغه اندازه نشم څرګندولای څومره چې یې حق دی، مګر هغوی داسي خلک نه دي چې یو ریموټ ولري چې زما ژوند په کنټرول کړي. په ګوانتنامو کې، زه هیڅ داسي تلویزوني چینلونه نه لرم چې زما په خپله ژبه پښتو باندي نشریات کوي. زه غواړم چې ولولم او د خپل هیواد په اړه خبرونه وګورم، چیري چې زما مور، زما پلار، زما ښځه او زما لور زما په انتظار دي. او زما هیواد کې اوس د سولې خبرې پیل شوي تر څو بالاخیره جګړې ته د پای ټکی کښېښودل شي، هغه جګړه چې زما د هیواد زیات وګړي يې وژلي. مګر زه یې په اړه په ډیره سختۍ څه اورم.

ما د یوه چینايي فیلسوف خبره اوریدلې چې هغه ویلي، یو څوک د خپلې مورنۍ ژبې څخه لیري ساتل، هغه کوڼ او ګونګی کوي. نو دوی په رشتیا هم زه خاموشه کړی یم، دلته زما سره د زندان په کمپ کې ۲۲ کسان نور دي، خو یو هم پښتو خبرې نه کوي. بیا هم یادونه کوم، دا ډیره اسانه خبره ده چې یو داسي څوک دي له پامه وغورځول شي چې هغه نه خبري کولای شي او نه هم څه اوریدلای شي.

مګر دا یوازي زه نه یم او نه یوازي نور بندیان دي چې له پامه غورځول شوي، زما کورنۍ د تیرو ۱۴ کلونو راهیسي هر څه په چوپتیا سره زغملي دي. زما لور چې کله کوچنۍ وه، ما یوازي د یو څو اونیو لپاره وپيژندله، مګر اوس هغه ۱۴ کلنه شوې ده، د یوې ځواني ښځې عمر ته رسیدلې. که زما حقوق هیر کړل شوي وي، نو د هغې حقوقو هم، هغه چې لا په زانګو کې وه، د پلار لرلو له اساسي حق څخه محرومه شوه. هغې څه کړي وه چې ددغه محرومیت مستحقه وګرځي؟ کله به زه وکولای شم هغه خبره کړم چې دا محرومیت به یې نور پایته ورسیږي؟

ځکه نو زه د خپل د نه خوراک اعتصاب ته ادامه ورکوم، او زه په کراره کراره ددغه زندان څخه روان یم، یو کیلو ګرام په یوه وخت، کله چې په یوه ځنګله کې یوه ونه وغورځي، او هیڅ څوک یې ونه ویني، ایا دا پيښه رشتیا هم را منځته شوې؟ همداسي زه ویره لرم که هیڅ څوک زما دغه حالت درک نه کړي چې زه کرار کرار لمنځه ځم، یوازي به یې هغه وخت زړه ته ولویږي کله چې د کابل هوايي ډګر ته په امریکايي الوتکه کې زما جسد په یوه تابوت کې ورسیږي.

زما د ژوند تر ټولو ښه کلونه زما څخه سلب شول، څومره وخت به مي نور پاته وي؟ کله چې مونږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مظلومو خلکو خبره کوو، مونږ دا جمله تکراروو: «سوله به تر هغو نه وي تر څو چې عدل نه وي». زما د لوږې اعتصاب زما یو سوله ییز احتجاج دی، مګر د ګوانتنامو په محبس کې هیڅ سوله نشته.

Desperate to be Noticed

By Asadullah Haroon (Guantánamo #3148)

I am tired of being ignored. So very tired.

I am hunger striking, as I have been for months, and the administration at Guantánamo is not happy with me. They think I am doing this to put pressure on them, to make their lives more difficult. But this is far from the truth. The only thing I want is to be remembered, to be noticed – and staying silent has not worked in the long years I have endured this torment.

I have been ignored for a long time—not just for a few days, or months, but for 13 years. For my first decade here, I had no legal representation – despite sores of letters I sent asking for an attorney, none of which seemed to get through. I have never been charged or tried for any crime. I remain in Guantánamo, ignored by my Government, as no Afghan official has visited me since I got here. It feels like I am not really a part of this world, as if nobody will help me now.

The American courts will not help me because they do not hear my voice,my pain and my suffering.  No American court has ordered the release of a single Guantánamo prisoner in 19 years. So what hope should I have? My attorneys tell us to be hopeful about the next election, but I have already been let down by President Barack Obama, and the best I can hope for now is his deputy, Joe Biden. We thought Obama would bring an end to GTMO, but Hope is a cruel mistress – and Obama’s words were empty. He made life more difficult, because with a liberal law professor in the White House, the world thought those of us left here must truly be the worst of the worst.People gradually forgot that Guantánamo existed. It was just easier for us to be ignored.

The poet, May Sarton, once said that one must think like a hero merely to behave like a decent human being. We are still awaiting those heroes. To be sure, I now have American lawyers who do treat me like a human, and I cannot express my gratitude to them enough. But they are not the people with the remote control that governs my life. In Guantánamo, I do not have any channels in my native language, Pashto. I want to read and watch news about my home, where my mother, my father, my wife and my daughter wait for me. And my home is now engaged in peace talks to finally end the war that has killed so many of my countrymen. But I can barely hear about it.

I have heard that a Chinese philosopher once said that keeping someone from his mother tongue makes him mute, and dumb. They have truly silenced me then – there are 22 other men in my prison camp, but none speaks Pashto. Again, it is easy to ignore someone who cannot speak and hear.

But it is not just me, or the other detainees, who are being ignored. My family has been suffering silently for the last 14 years. I only knew my daughter for a few weeks when she was a baby, but she is now fourteen, nearly a young woman. If my rights have been forgotten, so have hers. Her basic right to a father was snatched from her when she was in her cradle. What did she do to merit that? And when can I tell her this will be over?

So I endure my hunger strike, and I slowly escape from this prison, one kilogram at a time. Yet when a tree falls in a forest, if nobody sees it, did it really happen? I am afraid that if nobody realizes that I am wasting away, it will only become real when my coffin arrives at Kabul Airport in an American plane.

The golden years of my life have already been taken from me. How long do I have left? When we speak of oppressed people around the world, we repeat the phrase: “there will be no peace if there is no justice.” My hunger strike is a peaceful protest, but there is no peace in Guantánamo Bay.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

الله ج
دی زر تر زره راخلاص کړه. له الله ج څخه تاته او کورنئ ته دی صبر غواړم.

جلال

گرانه وروره هارون خانه! زه نه پوهيږم چی ته ولی اوڅه لپاره بندی شوی یي. خو هغه شی چی معلوم دی، د هر بندی جرم باید معلوم او هغه لپاره باید مناسب او معین جزا ورکړل شي. تر څو چی جرم ثابت شی، باید چی څارنوال جرم ثبوت لپاره قاضی ته پیش کی، متهم ته باید د دفاع موقع ورکړل شي او قاضی نهایتا د ټولو شواهدو او ثبوتونو په رؤیت یا جرم او جزا تثبیتوی او یاهم متهم برئ کوی او آزادوی يی!!! زه هیڅ نه پوهیږم چی امریکا افغانستان کی د حقوق الانسان او تمدن راوړلو ادعا کوی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx