افغانستان

مولوي جانباز سرفراز وفات شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د هيواد ستر ديني عالم، مفسر ليکوال او ژباړن مولوي جانباز سرفراز د ورپېښې ناورغۍ له امله وفات شو.

مولوي سرفراز جانباز د قرآنکريم روانه ټکي په ټکي ژباړه کړې وه او ددې ترڅنګ يې د سيرة النبي پښتو او ګن شمير نور علمي او تاريخي او ټولنيز کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي او ليکلي وو.

مولوي سرفراز جانباز د حزب اسلامی له مخکښو غړو څخه و خو تېر کال دسمبر کې يې د حزب له اويا تنو نورو مشرانو سره يو ځای له حزب اسلامي څخه جلا شو.

د مرحوم جنازه سبا «دوشنبه ۱۲ لړم»ماسپښين يوه بجه د کابل ښار په عيدګاه جومات کې اداء کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله د مولوی صیب مغفرت کړی. کورنی او دوستان ته یی صبر جمیل د الله څخه غواړو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx