افغانستان

وندرل: راتلونکی افغان ولسمشر د تړون لاسلیک ته هیڅ اړتیا نه لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتو پخواني ځانګړي استازي فرانسس وندرل ویلي دي چې راتلونکی افغان ولسمشر له امریکا سره د امنیتي دفاعي تړون د لاسلیک هیڅ اړتیا نه لري.
وندرل له یوې لوېديځې ورځپاڼې سره پخپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي، چې امریکا په سیمه کې په پیل شوي جنګ کې په تېره بیا افغانستان کې سخته ماتې خوړلې ده. د وندرل له قوله امریکا او ملګري يې په افغانستان کې یواځې کرکه پیدا کړې ده او د خپل ځان په وړاندې يې خلک غوسه کړي دي. وندرل وايي چې آن افغان ولسمشر حامدکرزي هم د دوی له دې چلنده ګیله کړې ده.
حامد کرزي څو ځله پخپله خبرو کې له ایساف ځواکونو غوښتي دي، چې عامه وژنه او د شپې عملیات دې نه کوي.
فرانسس وندرل په مرکه کې ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې له فساد او بې قانونۍ سره د مبارزې په نامه جګړه پیل کړې ده چې د دوی په دیارلس کلنه دوه کې د فساد او بې قانونۍ مخ پورته تللی خو ښکته شوی نه دی.
پر همدې اساس وندرل د راتلونکي ولسمشر اړوند وايي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د تړون لاسلیک یو بې ګټې کار دی، هغه وايي چې په سیمه کې د امریکا اوږد مهال مېشتېدنه سیمه اندېښمنه کوي، ځکه خو د ده په خبره راتلونکی ولسمشر د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک ته هیڅ اړتیا نه لري.
فرانسس وندرل یو څه وخت د ملګري ملتو د سازمان عمومي سرمنشي پاتې شوی دی او په افغانستان کې دوه کاله د ملګرو ملتو ځانګړی استازی و.
یاده دې وي چې د ټاکنو دواړو نوماندانو د یاد تړون د لاسلیک ژمنې کړې دي، افغان ولس وايي چې دوی به  د امنیتي تړون پر ضد پخپلو پراخو لاریونونو سره خپل غږ تر نړیوالو ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x