د سولې طرحېنظــر

قرآن او سنت او بين الافغاني مذاکرات

عبدالغفار سربڼ

دغه ده موده وشوه چي كابلي اداری هم په زغرده او جهر دا غال مغال په رسنيو كي روانه ساتلی چي له امارت اسلامي سره د كتاب او سنت پر بنسټ خبري اتري كول غواړي، دا چي په دي غوښتنه كي څومره صداقت شته كه هسي يوه مطبوعاتي او سياسي لوبه ده ,دا به د يوي شيبي له پاره هیركړو خو دا يوه پوښتنه كول واجب دي هغه دا چي:

له كابل نه قطر ته په تللي هيئت كي يوه ډله دموكرات ليبرال باورونه لري بله ډله سوسياليست ايمان بيا دوه تنه ماويستي او بيا ځیني سيكولر اسلامي جمهوري باورونه لري يوه بله هم بيا نو د مفاد او فرصت په لټه كي هر چا سره چي زور وو د هماغو په باور، باور لري.

نو دا به كله عملي وي چي په زړه كي د أفلاطون او ارسطو اوجورج واشنگتن او لوتر اوولتر سيكيولر احكام په تكرار يادوي او د خلكو د غولولو له پاره د وقت د گټلو او په قدرت كي د پاتي كيدلو له پاره د كتاب او سنت نوم اخلي . دوي بايد په دي خبرو كي خپل ټول هاغه د جمهوريت او دموكراسي په هكله كتابونه چي ليكل شوي او بیا دوی پری باوری لری د بنسټ په توگه پر ميز كیږدی تر څو دموكراسي د هغو په زور او دليل وگټل شی بايد له هغو غربي پوهانو نه مرسته وغواړی چي دا ليبرال نظام يي جوړ كړې دی.

جمهوريت افلاطون جوړ كړی او وروسته د هغو شاگردانو تر دا ننه د هغه په علم باندي خپل علم اضافه کړی او دغسي يو شي يي جوړ كړی دی چي افغانان يي دا شل كاله نمونه گوري .قران او سنت كي داسي احكام نه شته چي غربي ليبراله دموكراسي پي وگټل شی . كم خلك په دي باور لري چي گواكي غربي دموكراسي دي د كتاب او سنت په رڼا كي جوړه شوي وي. که طالبان دا یو سوال له دوی نه وکړی چی یو ایت یا یو حدیث د دموکراسی د تصدیق او تایید له پاره بیان کړی نو دوی به هغوی ته څه ځواب ولری .دا خو دوی پخپله پر ځان مسخری کوی.

بیا دومه ډله دی د مارکس او لنین او ستالین په کتابونو ځانوه سمبال کړی . ددوی له پوهی نه دی په دی ناسته کی ګټه پورته کړی تر څو طالبان مات کړی دوی به په قران او سنت کی داسی الفاظ پيدا نه کړی چی ددوی له سوسیالیستی او دهری نظام او باور نه دفاع وکړی بلکه فقط هالته به ددوی د باورونو دترد او لعن په باب احکام وموندل شی .

د ماویستی عقیدی حال هم لکه د کیڼ اړخو غوندی د قران او سنت په وړاندی پکه او زهیر دی.

پاتی دی نور هاغه مجاهد نما او د ناتو پر پيسو مست ملایان چی له ټولو نه اوچتی چیغی وهی او د جمهوریت او دموکراسی طلبګاران او مینان دی.

نو دوی که رښتیا داسی کوم شرعی او فقهی احکام په کتاب او سنت کی موندلی وی چی داسلامی نظام بڼه او صورت دی جمهوری او د اساسی قانون پر بنیاد وی او فیصلی به په ۵۱:۴۹ سلنه کیږی یعنی اکثریت ۵۱ او اقلیت ۴۹ سلنه رایو باندی کیږی دا احکام دی را څرګند کړی تر څو مسلمانان خبر شی .۵۱ سلنه د ۴۹ سلنی حق خوری دا دی ددوی انصاف . یقینی دوی داسی حکم نه شی څرګندولی. هم فی طغیانهم یعمهون دوی په خپل سرغړونی او نافرمانی کی سرګردانه ګرځې . حقیقت دادی چی دا دوه نیم سوه کاله د غرب په پیسو دا کؤښښ کیږی چی اسلامی نظام د غرب له سیکیولر لیبرالی دموکراسی سره واده کړی یعنی څه له اسلامی نظام نه کم او زیاد کړی او بیا له ماتی ګوډی لیبرالی دموکراسی نه یی پوره او پطره کړی او نوم یی وټاکی جمهوری اسلامی پاکستان یا ایران… دا خو تاریخ ښودلی ده چی هیڅ یو اسلامی هیواد کی دا تجربه د یوه با ثباته دوام داره حاکمیت باعث نه ده ګرځیدلی .مصر ترکیه پاکستان …تل له نا کراریو او کشمکش سره مخامخ هیوادونه دی.
بله ډله چی همیشه د غالب تر څنګه دریږی او ابن الوقت دی کله د قران او سنت په بنا او بنسټ خپله مفاد پرسته کړنلاره پر مخ بیولی شی. که د امر بالمعروف و نهی عن المنکر نظام ټینګ شی اول به دوی بایلونکی وی.

بل اړخ ددغی غوښتنی چی د کابل د اداری له پلوه کیږی شاید دا وی چی ځان غولوی.

اخر هر یوه بیخبره افغان ته هم څرګنده ده چی د امارت اسلامی په ولیشت ولیشت تر حاکمیت لاندی قلمرو کی همدا شیبه د قران او سنت او ټول اسلامی احکام اجرا کیږی . ددی خو غربی میدیا او رسنی هم اقرار کوی امارت په خپلو سیمو کی خپل اسلامی نظام چلوی نه قانون اساسی. نو ولی د کابل ادره پخپله سیمه کی همدا کار نه کوی. تر څو ددوی د دی ادعا له پاره ثبوت پیدا شی چی دوی په ریښتیا هم ددی پلوی دی چی فیصلی باید د قران او حدیث په بنا وشی.

که دوی سوله غواړی خو دوی دی سر له همدا اوس نه د قران او سنت احکام پلی کړی . فقط کافی ده څو فرمانونه صادر شې:
که دوی رشتیا په خپلو ادعاوو کی صادقه دي:

اول: دناتو امریکا او شریکانو یرغل په افغانستان باندی د قران او سنت نه تنها چی خلاف عمل وو بلکه له هغوی سره هره مرسته او سهولت راوستل غیر شرعی او غیر اسلامی کار بلل. دالازهر فتوی په ۲۰۰۱ کال اکتبر کی موجوده ده چی یرغل او مرستندویان یی د مواخذی وړ بللي.

دوهم: پس له یرغل نه له استیلاګری قوی او عسکرو سره هره مرسته د احکامو او سنت خلاف اعلانول.

دریم:ټول هغه وضعی قوانین چی د غربی لیبرالیسم او ددموکراسی اصولو پر بنا تدوین او تصویب شوی ملغا او غیر شرعی ګڼل.

څلورم:د جزا قانون هغه برخی چی د حدود الله له احکامو سره په ټکر کی دی لغو کول. او استغفر الله ویل.

پنځم: شکر ۳۵۰ زریزه اردو او پولیس او څارنوالی او قضا او بندیخانی او کماندو هم شتون لری نو فورا هغه سل دو سوه جګ پوړی چار واکی که مارشال دی که جنرال او که د خارج جاسوس او اسناد او شاهد پي موجود دی نیول او د شرعی د شتون د نمونی په توګه علنی محاکمه کول. د حق العبد حکم جاری کول، یعنې د دوی قضایی مصوونیت ختمول.

شپږم. د ټولو هغو قرار دادونو لغو کول چی افغانستان په دی شلو کلونو کی د خارجی هیوادونو سره دشریک په توګه نه بلکی د زیر دسته او اجیر په توګه لاس لیک کړی دی، خصوصا د ناټو او امریکا او هند او پاکستان او ایران سره.

د خارجی وسله والو قضایی مصوونیت هم باید ختم شې. د کابل د اداری او امریکا تر مینځ د استراتیژیک قرارداد اونور داسی پټ عهدونو فوری لغو کول.

اووم: د عبرت د سبق په موخه او داسلامی داعیی درا ژوندی کولو له پاره د غلو د لاس د پرې کولو یوه ننداره او د زانی او قاتل د سزا ورکونی یوه نمونه به ددغی اداری د ښه نیت ښکارندوینه وکړی که دا قصد او میړانه په کی وی.

اتم: څرنګه چی څرګنده ده د کرزی دبیکاری اداری له وقت نه د غرب د خوشامد او تملق له پاره د ازاد بازار اقتصاد د افغانستان د اقتصاد بنسټ وګرځول شو یعنی پانګوالی پر سود او بیرحمانه ربحی استواره نظام دلته حاکم شو.مالی مافیایی او بانکی دلالی د حرامو پيسو ګټلو اصلی وسیله بلل کیږی. ددغه نظام د سمبالتیا له پاره باید چی پانګوالی ربحی نظام لغو شي.

نهم: یوه میړانه بله هم د حسن نیت له پاره ضروری بریښی: په نره په دی اخره کی بهرنی ځواکونه خو خامخا ووځی نو دا اعلان کول چی د کابل اداره غواړی چی بهرنی قوتونه دی د یوی میاشتی په اوږدو کی پوره افغانستان پریږدی او بلاخره دی اشغال پای ته ورسوی دا اقدام به د مسلمانانو او د افغانانو هم اعتبار پر دوی پوخ کړی او هم به امارت اسلامی سره دوی په جګ سر چنی أؤ ډغری ووهلی شې .او دا به لا نارینتوب وی که رسما له ناتو او امریکی نه د جنګی غراماتو او ضایعاتو مطالبه وکړي.

زه نه پوهیږم چی که دوی رښتیا دی ته حاضر شوی وی چی دا وطن اوس پرته له دی چی اسلامی نظام ټینک شی او پر هیواد د کتاب الله حکم نافذ شی د ژغورنی بله لیاره نه لری ,نو چا ددوی مخه نیولی چی شرع او اسلامی اصول جاری کړی. لا تر اوسه ناتو ددوی شاته ولاړه ده امریکایی فوج یی ملا تړلی ده پیسی بوجی بوجی ورکول کیږی نو څوک دوی نه پریږدی چی ټول نظام شرعی کړی. ایا دا طالبان دی لکه چی غنی په خپلو هری خبری کی نن سبا دا وسوسه د خلکو په زړونو که اچول غواړی چی دوی کتاب الله غواړی خو طالبان ددوحی توافق له امریکا سره د خبرو اساس ګرځول غواړی. دا خو به د بیزو هم باور نشی چی هغه طالب چی نیم ملیون دا وار او یو نیم ملیون د روس په خلاف مسلمانان دلته شهیدان قربانی کړل فقط د الله ددین او ازادی له پاره اوس د هغو مانع شی. طالبانو ویاند یاده کړه چی اوله ماده باندی موافقه شوی ده او هغلته دا څرګنده بیان شوی چی ټولی فیصلی به د کتاب الله او سنت نبوی او دامت د اجماع پر بنا کیږی نو بیا تکرار ولی راشی. دا دوهمه برخه مختص شوی وه د اشغال د ختم قرارداد ته یعنی د دوحی د میثاق له پاره. خو ددی له پاره چی د بهرنیو عسکرو د وتلو اهمیت کم وښودل شی کابلی هیات غواړی چی د شاعر په قول عارفانه تجاهل وکړی.

خیر زما دغی اداری ته او ددوی بهرنیو مشاورینو ته دا یوه مشوره ده .په تشو خبرو افغانان نه غولیږی. لطفا داسی خبری او کردار تر سره کړی چی حد اقل تاسی پخپله ستاسو جاهل پيروان او ستاسو بهرنی امران او ستاسو فوج پر هغه باور وکړی او پر تاسو ملنډئ ونه وهی.

خر هم اوس په افغانستان کی پوه دی چی که اسلامی احکام دلته پلی شی نو پر هغه به څوک ظلم نه کوی او بار به یی له زور نه زیاد نه کړی . خلکو خو دا ۴۵ کاله هر رقم حاکم او نظام وکوت او وګاله اوس بیخی پوه دی چی دده ژغورنه په اسلامی باورونو او ارزښتونو کی ده نه په سوټه کراسی کی او نه هم په مسخ شوی او رد شوی او ناکامه غربی او شرقی اداری او سیاسی نظامونوکی. نو داسی دو اتشه متشدده تکنوکرات لیبرال لکه غنی او شریکان ,پخوانی سوسیالیستان نننی دموکراتان ,مسخ شوی تش په نامه مجاهدین چی د پيسو په بدل کی یی د قران ایات وپلورل (ثمننا قلیلا) , څو فرصت طلبه ابن الوقته عناصر او د بازار دنرخ تابعین به خامخا د بازار دنرخ په مطابقت او د افغانانو د زړونو د ګټلو او د زمانی د اقتضا پر بنیاد دا چیغی وهی چی فقط د قرانی ایاتو په اساس به خبری کیږی.

ای بی ننګو حد اقل دا شهامت خپل کړی چی له خپلواصولو مه تیریږی. را واخلی دلوتر کشیش موعظی د کلیسا او ددولت د جدایی په هکله یا د ګاندی سیکیولر وجیزی یا د ستالین نقل قولونه یا دجورج واشنګتن ویناوی.ستاسو یی له دینی متنونو سره څه کار دی.

نه ! خو خبر داده چی که په زور وشی نو کامله غربی نظام به حاکموی که یی زور کفایت ونه کړ بیا نو یو ناقص الخلقه او شنډ او عقیم اسلامی جمهوریت به جوړوی چی نوم یی اسلامی وی خو متن به یی کامل د غربی دموکراسی له اصولو ډک وی . دا ده موخه. نو دموکراسی خو داسی نظام دی چی زورور د بی زوره هوښیار د کم عقله شته من د بیوزلی امر د مامور خاین د صادق فاسق د معصوم ظالم دعاجز حقوق داسی خوری لکه د مور شودی. استثناات کم دی.

افغانانو خبر دار !دغو ټګمارو دغسی جمهوریتونه په مصر پاکستان عراق سوریه اکثرو اسلامی افریقایی ملکونو کی ترکیی او نورو هیوادونو کی تجربه کړی . پر دوی باور مه کوی چی ددوی له کردارو نه فقط د وینو او لا دینی بوی راځی نه د کتاب او سنت.

و اخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

پر دغو بی همتو ، د دین او د هیواد پر دښمنانو هغه افغانان باور کوی چی هغوی پخپله همداسی دی ، نور څه که یی د وسه ونه سی ښه خو ورته وایی ، که یی په ښو کی هم یاد نه کړی و مقابل ته خو یی بد وایی ، دا خواران په دی نه پوهیږی چی کرام الکاتبین ټوله لیکی ، دوی په دی نه پوهیږی چی تر اسلام کفر خوښول او د مجاهد پر ځای د حربی کافر مرسته او ملاتړ کول څه عواقب لری ، کنی دوی به دا کار نه کولای . دوی خپل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x