
د وزن کمولو لپاره د منډې وهلو پرځای چټک مزل وکړئ!
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۹ل): یوې نوې څیړنې ویلي چټک مزل کول له منډې وهلو په وزن کمولو کې زیاته مرسته کوي.
یوه فرانسوي ژورنال «سانټي پلس» په خپل نوي خپور کړي راپور کې ویلي، منډه وهل زیاتره وخت د پيدل چټک مزل پر پرتله د بدن لپاره زیات فشار لري، خو چټک تګ کول په وزن له لاسه ورکولو کې له منډې وهلو زیاته مرسته کوي.
د راپور له مخې، د پيدل تګ نورو ګټو څخه د غوړ سوځول، زړه ته نور ځواک او قوت ورکول او د فشار او خپګان سره مبارزه شامل دي.
دغې ژورنال د یوه رواني ناروغۍ ډاکټر «میچل جویو» له قوله لیکي، په ورځ کې ۶ دقیقې چټک مزل کول د اندروفین هرمون ۳۰ سلنه ترشح کوي، او د کورټيسول په هرمون ترشح کولو سره منفي احساسات کموي، کوم چې د فشار هرمون په نوم پيژندل کیږي.
د اندروفین هرمون د دماغ ظرفیت ثابت ساتلو، عکس العمل، او احساس، درد یا فشار باندې کنترول لري، او ممکن د بدن د درد د ارام سیستم یوه برخه جوړه کړي.
ګڼ شمېر څیړنو ثابته کړې چې لټ ژوند، حرکت نه کول یا اوږده موده ناسته د شکر سربېره د ګڼ شمېر نورو ناروغیو لامل کیږي چې د زړه ناروغي، د وینې جریان، ګوزڼ او چاغوالی یې تر ټولو سترې دي.
ددې لپاره چې وزن مو کنترول شي، د شکر او زړه په څېر له سترو ناروغیو وژغورل شئ، هره ورځ یو معین وخت د چټک مزل کولو لپاره ځانګړی کړئ، له ناروغیو مو ژغوري او عمر مو اوږدوي.