افغانستان

په یو راکټي برید کې د کندوز دوالي ۱۵ ساتونکي مړه او ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د کندوز ولایت پر مقام د تیرې شپې راکټي برید کې د والي د ۱۵ ساتونکو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

دا برید پرون ماښام د کندوز ولایت مقام په ورزشي لوبغالي کې په داسې مهال رامنځ ته شوی، چې د والي عبدالستار میرزکوال ساتونکي د والیبال په لوبه بوخت وو.

سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، په دغه راکټي برید کې د والي ۴ ساتونکي وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي ددې پېښې په تایید سره ویلي، چې د هاوان دغه برید طالبانو کړی دی.

که څه هم نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د تیر ماښام برید کې طالبانو بې پيلوټه الوتکه کارولې ده؛ خو د کندوز سیمه ییز چارواکي بیا دا خبره نه مني او زیاتوي چې برید د هاوان په وسیله ترسره شوی دی.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې د کندوز د والي عبدالستار میرزکوال هم د برید پرمهال په لوبغالي کې موجود ؤ او کنه؟ خو د برید له مهاله ددې خبر تر لیکلو پورې نوموړی په رسنیو کې نه دی څرګند شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx