افغانستان

خوست کې د دولتي عسکرو په شپنیو عملیاتو کې ۴ ملکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په شپنیو عملیاتو کې ۴ تنه ولسي خلک وژل شوي او خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، تیره شپه د «کمپاین» عسکرو د صبریو ولسوالۍ په «ګلنام او اوشکي ډنډ» سیمو کې د خلکو په کورونو چاپه وهلې، د تلاشۍ په پلمه یې د خلکو د کورونو دروازې ماتې کړي او ۴ تنه ملکیان یې له کورونو راویستلي او ځای پرځای وژلي دي.

سرچینه زیاتوي، چاپه مارو عسکرو دغه راز د خلکو له کورونو څخه قیمتي توکي او نقدې پیسې هم غلا کړي دي.

د کمپاین په نوم ځانګړي ځواکونه چې په خوست، پکتیا او پکتیا ولایتونو کې فعال دي، روزنه او پالنه یې مستقیما د امریکا د استخباراتي ادارې(سي آی اې) څخه کیږي، چې تر ډیره په سویل ختیځو ولایاتو کې د ولسي خلکو په وژنه، ترور او ځورولو کې پړ بلل شوي؛ خو حکومت یې په وړاندې چوپ خوله دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x