افغانستان

ګوانتنامو کې یوازینی پاتې افغان بندي: خلکو هېر کړی یم، ورو، ورو به له منځه ولاړ شم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۹ل): په ګوانتنامو زندان کې پاتې یوازینی افغان بندي «اسدالله هارون» وایي، دیارلس کاله کېږي چې د تورو تمبو شاته پروت دی او ټول بشري حقوق ورڅخه اخیستل شوي؛ مګر نه یې حکومت پوښتنه کړې او نه یې امریکايي محکمو غږ اورېدلی.

اسدالله هارون دغه څرګندونې په هغه لیک کې کړې، چې د نوموړي د مدافع وکیلانو له لوري «نن ټکی اسیا» ته لېږل شوی.

هارون وایي، دیارلس کاله کېږي له کوم جرم پرته په ګوانتنامو زندان کې پروت دی او د ژوند بشپړ حقوق ورڅخه سلب کړل شوي دي؛ خو نه یې د کابل حکومت کوم چارواکی لیدو ته ورغلی او نه یې هم کومې امریکایي محکمې غږ اورېدلی.

نوموړی وایي، چې دیارلس کاله یې د عدالت انتظار وکړ او هر څه یې په چوپتیا وزغمل؛ خو اوس پرته له دې چې د نه خوړو اعتصاب وکړي؛ بله لاره ورته پاتې نه ده.

د هارون له قوله، خلګ په نوموړي باندې روان حالت نه درک کوي او که چېرې حالت همداسې روان وي؛ دی به له منځه ولاړ شي او جسد به یې یوه ورځ د کابل تر هوایي ډګره ورسېږي « ځکه نو زه د خپل د نه خوراک اعتصاب ته ادامه ورکوم، او زه په کراره کراره ددغه زندان څخه روان یم، یو کیلو ګرام په یوه وخت، کله چې په یوه ځنګله کې یوه ونه وغورځي، او هیڅ څوک یې ونه ویني، ایا دا پيښه رشتیا هم را منځته شوې؟ همداسي زه ویره لرم که هیڅ څوک زما دغه حالت درک نه کړي چې زه کرار کرار لمنځه ځم، یوازي به یې هغه وخت زړه ته ولویږي کله چې د کابل هوايي ډګر ته په امریکايي الوتکه کې زما جسد په یوه تابوت کې ورسیږي.»

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې طالبانو له امریکايي چارواکو سره د نوموړي د خلاصون خبره مطرح کړې وه او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» هم ورسره ژمنه کړې وه، چې د اسدالله هارون په خلاصون کې به هڅه کوي؛ خو د څو میاشتو په تېرېدو لا هم په دې برخه کې ګام نه دی اخیستل شوی.

بشپړ لیک

په ډیرې نا امیدۍ غواړم د خلکو پام ځانته را واړوم / اسد الله هارون – د ګوانتنامو بندي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر

وروره هارون ستا ليک ته لبيک وايي
الله دي د ټولو مسلمانانو سره خپل اهل ته روغ ستون کړه امين
مګر افسوس دي د قطر او امريکا غلامانو ته چه خپله په قطر کي مزي تماشي کوي او د ستا په شان د مظلوم خبر د## ټرمپ سره نه څيړي
الله دي مدد ګار شه، خو چه کله هم د ستا د راخلصون ورځ پوره نشي نو هيڅوک هم نشي کولاي چه حصار دي کړي
د الله مه نااميده کيږه او د يوسف عليه السلام قيصه به درته ښکلي عبرت وي

اختر محمد

الله دی وژغوره اوخپلی کورنی سره یوزای شی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx