افغانستان

طالبان: پر کابل پوهنتون برید د هغو خلکو کار دی چې له شکست وروسته «کابل ادارې» په میلمستونونو کې وساتل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په پلازمېنه کابل کې څو تنه بریدګر کابل پوهنتون ته ننوتلي او لا هم په جګړه بوخت دي؛ طالبانو په یوه اعلامیه کې یاد برید غندلی او د حکومت له لوري د پالل شویو کسانو کار یې بللی.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې پر کابل پوهنتون برید هیڅ ډول توجیه کېدای نشي او د هغو کسانو کار دی چې « په ننګرهار او جوزجان کې له شکستونو وروسته د کابل ادارې پنا ورکړه، په میلمستونو کې يې ساتې او بیا يې د دغه راز بریدونو لپاره استخداموي، ملاتړ او رهنمايي یې کوي او پلان ورته طرحه کوي.»

خبرپاڼه کې وړاندې طالبانو پر «کوثر دانش» ښوونیز مرکز او په تخار کې پر زده کوونکو هوایي برید ته په اشارې ویلي،  چې پوهنتونونه نظامي اهداف نه دي او بریدونه ددې لپاره ورباندې کېږي، چې «وحشت» خپور شي او د «اسلامي امارت» په ضد د تبلغاتو په حیث استفاده ترې وشي « داچې د کابل ادارې د لوړې سطحې مسئولین د دې پرځای چې د شرم او خجالت احساس وکړي، یو ډول يې مسئولیت اسلامي امارت ته منسوبوي، له دې څخه هم څرګنديږي چې دغه بریدونه د همداسي پروپاګند د توکو د برابرولو لپاره په ګډه ترسره کیږي.»

Image

یاده دې وي، چې نن سهار څلور تنه په وسلو سمبال بریدګر  کابل پوهنتون ته ننوتل چې ویل کېږي لا یې هم جګړه روانه کړې او تر دې دمه یې شل تنه وژلي او څلوېښت نور ټپيان دي.

ددې برید پړه که څه هم تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخیستي؛ خو دا ډول بریدونه زیاتره د داعش په نوم ډله (چې حکومت یې په مالي او نظامي تمویل او تجهیز تورنېږي)  له لوري طرحه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Soltan.slehioo78

دغه تش په نامه شرمیدلی دولت چی په خپله په دغوشرمیدلیواوننگینو اهدافوکی لگیادی اودغه مظلوم اوبی دفاع ملت وژنی ملت نورنو باید چوف پاته نشی اوهغه دآمریکایانو شوم اهداف اوس دغه گودا گیان پیاده کوی داعش کار اوکشت دآمریکانو وااودی

جمیل

ای د پردیو غلامانو ښه سر خلاص کړی ، چی هر څه وکړی او په پای کی ځانونه هم سره څیری کړی امریکا ماته ده او نوره د ټینګیدو نه ده ، داسی به مو یتیم پر تش ډاګ پریږدی چی پخپله به حیران یاست . په دی ظلمو د خپلو جرمونو او سزاء وزن ډیروی . د دی حساب به خامخا ورکوی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x