افغانستان

د ټاکنو کمیسیون: پایلې درې ساعته وځنډېدې

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې د ټاکنو پایلو به له وړاندې اعلان شوي وخت څخه درې ساعته وروسته اعلان شي.
دغه کمیسیون پخپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي، چې د ټاکنو پایلې به نن مازیګر پنځه بجې اعلان شي، تر دې وړاندې د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی و، چې پایلې به د چنګاښ د شپاړلسمې د ماسپښین پر دوو بجو اعلان شي د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو علت نه دی ویلی.
د ټاکنو د کیمسیون د دې اعلان په وړاندې عامو افغانانو سخت غبرګونونه ښوودلي دي او ځینو خو د ټاکنو کمیسیون دغه اعلان یواځې پلمه بللې ده او ویلي يې دي، چې ښايي پایلې بېخې اعلان نه شي، خو د ټاکنو کمیسیون او د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په ګډه غوښتل د ننیو لاریونونو او غبرګونونو مخه ونیسي.
ځینې سیاسي مبصرین پر دې اند دي چې لاهم د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د ټاکنو د پایلو منلو ته تیار نه دی، ښايي د ټاکنو د پایلو ځنډ له هغوی سره د جوړ جاړي په معنی وي.
تر دې وړاندې هم ویل شوي و چې ډاکټر اشرف غني احمدزی له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د «ملي مشارکت» په نامه د واک د څلوېښت او شپېته سلنې په وېش قانع شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x