ورزش

رحمت الله قریشي د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې له مخې ویلي چې رحمت الله قریشي یې د کرکټ بورډ اجرائیه ریاست د مشر په توګه ټاکلی دی.

د کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې څه موده وړاندې د مشر فرهان یوسفزي او د بورډ غړو لخوا د اجرائیه ریاست بست اعلان ته ورکړل شوی و چې د هماغې پر اساس یې رحمت الله قریشي د غوره نوماندانو په توګه نن د دوشنبې په ورځ په رسمي توګه معرفي کړ.

کرکټ بورډ که څه هم د رحمت الله قریشي د معرفي کولو لپاره غونډه ترسره کړې ده، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دغه بست لپاره څو تنو خپل تحصیلي اسناد سپارلي او څو تنه دغې دندې ته شارټ لیست یا مرکې ته بلل شوي دي.

په افغانستان کرکټ بورډ کې د اجرائیه ریاست څوکۍ یوه ستونزمنه دنده پاتې شوې، دغه دنده د کرکټ په اړه مهمې دندې او مسئولیتونه لري خو یوازې په تېرو ۳ کلونو کې څلور واره ددې مشران ردو بدل شوي دي.

د افغانستان کرکټ مبصرین او پوهان د اجرائیه ریاست لپاره د رحمت الله قریشي پر ټاکنې که څه هم خوښ دي خو یو شمېر په دې باوري دي چې نوموړی د سیاسي اړیکو پر بنسټ ټاکل شوی او وبه نشي کړای له دغې موقف څخه بشپړه ګټه پورته کړي.

د کرکټ بورډ د راپور له مخې د اجرائيه ریاست لپاره د مرکې یا انترویو پروسه په بشپړ ډول روڼ او د وړتیا له مخې ترسره شوې چې په کې د بورډ مشر او غړو سربېره د ادارې یو شمېر نورو مسئولینو هم ګډون درلود.

خو د کرکټ هغه مبصرینو چې د کرکټ بورډ ستونزې له نږدې څاري وایي، نوموړی د یو سمت په استازیتوب غوره شوی او بشپړ سیاسي ملاتړ لري، او پر هغه اساس او اصولو چې د کرکټ بورډ له لوري ددغه بست لپاره ټاکل شوي وو په بشپړ ډول نه دي عملي شوي.

باید وویل شي د پخواني اجرائیه رییس لطف الله ستانکزي له ګوښه کولو وروسته محمد نظیم جار عبد الرحیمزی د سرپرست په توګه ټاکل شوی و، چې اوس رحمت الله قریشي د اجرائیه ریاست مشر په توګه وټاکل شو.

له دې وړاندې شفیق الله ستانکزی د کرکټ بورډ هغه وخت عمومي رئيس عزیز الله فضلي له لوري په متنازع ډول ګوښه شوی و، دغه راز لطف الله ستانکزی د فرهان یوسفزي له لورې هم د خرابې کارکردګۍ او ناسم مدیریت له کبله له دندې ګوښه کړل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx