افغانستانسولې اړوند خبرونه

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزات پلاوي له طالب چارواکو سره د «ټاپي پروژې» په اړه خبرې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «وفا حاجي اوف» او ورسره پلاوي په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس او سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» سره لیدلي او د سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو په غښتلتیا یې ورسره خبرې کړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر ټويټر لیکلي، چې په دې لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر روان بهیر، د ټاپي پروژې د نوې مرحلې د تطبیق او دوه اړخیزو اړیکو په زیاتوالي خبرې وشوې او تر څنګ یې د ترکمنستان پلاوي د افغانانو تر منځ روانو خبرو ته خوشبیني ښکاره کړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د نعیم په خبره په دې لیدنه کې ملا برادر اخند ډاډ ورکړ چې طالبان د ټولګټو پروژې د حسنه اړیکو لپاره مهمې بولي او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی «محترم ملا برادر اخوند زياته كړه چې د ټاپي، اقینه بندر ریل ګاډی لین ، د ترکمنستان څخه د برق لین او نور ټولګټې پروژې مونږ د افغان ولس د هوساینې او د ګاونډیو سره د حسنه اړیکو لپاره مهمې بولو او په اړه یې هرې همکارۍ ته آماده یو.»

ټاپي پروژه چې د افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان ګډه پروژه ده، پنځه کاله وړاندې رسما پرانستل شوې او تر ۲۰۱۸ کال پورې يې د بشپړېدو ژمنه شوې وه؛ خو لا هم تکمیل شوې نه ده.

د ترکمنستان چارواکي داسې مهال د یادې پروژې په تړاو له طالبانو سره خبرې کوي، چې په هیواد کې د طالبانو د واک ساحه ورځ تر بلې پراخېږي  او ګڼ شمېر هیوادونه او نړیوالې مؤسسې په یادو ساحو کې فعالیت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

AY DA SABBA STORYA KALLA BA RAKHEGI TAH

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x