افغانستان

پر کابل پوهنتون خونړي برید کې ۶۰ محصلینو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۹ل): نن سهار د کابل پوهنتون په درسي برخې د وسله والو برید کې لږ تر لږه ۶۰ محصلینو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

نن غرمه ۱۱ نیمې بجې درې تنه وسله وال بریدګر چې د امنیتي ځواکونو جامې یې په تن وې د کابل پوهنتون په شمالي دروازه د پوهنتون انګړ ته ننوتل او په محصلینو او استادانو یې ډزې پیل کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین رسنیو ته ویلي، د پېښې ځای ته پروخت د پولیسو ځانګړي قطعات او کمانډو ځواکونه ورسېدل او بریدګرو سره یې نښته پیل کړه، چې له اووه ساعته مقاومت وروسته درې واړه بریدګر ووژل شول او نښته پایته ورسېده.

د نوموړي په خبره په دغه اووه ساعته نښته کې لږ تر لږه ۱۹ تنه محصلین وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

د برید مسئولیت داعش وسله والو په غاړه منلی، دغې ډلې ته په منسوب یو پیغام کې ویل شوی چې ددوی اړوند دوو جګړه مارانو په کابل ښار کې د کابل حکومت د قاضیانو او محققینو یوه ډله په نښه کړې او په ترڅ کې یې د اتیا کسانو د وژلو دعوه کړې ده.

طالبانو دغه برید غندلی او دا کار یې د هغو حکومتي کړیو کار بللی، چې شکست خوړلو «ملیشو» ته يې د کابل په میلمستونونو کې پناه ورکړې ده.

تراوسه په خپلواکه توګه ددې پخلی نه دی شوی چې آیا دغه برید رښتیا هم دداعش ډلې لخوا شوی او که څرنګه؟!

په ورته مهال د چارو شنونکي بیا د سولې خبرو په روان بهیر کې په تعلیمي او تحصیلي مرکزونو ورته بریدونه د سولې ضد حکومتي کړیو کار بولي او په خبره یې یادې کړۍ دداسې مرموزو بریدونو په کولو سره هڅه کوي چې بهرني ځواکونه افغانستان کې پاتې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اربکی

##################

جمیل

اوه دلته هم اربکی پیدا سو !
د اخلاقو نمونه ده ، چی څه ښکنځل یی بار کړی وه ؟
د اربکیانو خولی وربندوی !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x