افغانستان

د روحاني شخصیت «حضرت امین جان آغا» زوی له یو «هوايي» برید څخه روغ وتلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۹ل): په دیني مراکزو او مقدسو ځایونو د «ړندو» توپچي او هوايي بریدونو په ترڅ کې دولتي عسکرو داځل د هېواد د روحاني شخصیت او نقشبندیه خانقاه سجاده نشین حضرت احمد امین جان مجددي زوی عدنان آغا هوايي برید کړی، چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی دی.

روحاني شخصیت او قلعه جواد حضرت صاحبانو سجاده نشین «حضرت احمد امین جان مجددي» په یو تیلیفوني پیغام کې نن ټکي اسیا ته ددې برید پخلی کړی او زیاته کړې، چې د نوموړي زوی عدنان آغا نن د دوشنبې په ورځ د غزني ولایت اندړو ولسوال اړوند سیمه کې په داسې مهال د دولتي الوتکو تر بمبار لاندې راغلی، چې هلته یوې دیني جلسې ته روان ؤ.

نوموړی زیاتوي، په دغه هوايي برید کې که څه هم دده د زوی موټر ویجاړ شوی؛ خو په خپله له موټره ښکته شوی او یو کور ته یې پناه وړې ده.

په هغو انځورونو کې چې د «حضرت احمدامین جان مجددي» لخوا نن ټکي اسیا ته استول شوي، د نوموړی د زوی موټر ښکاري چې مخکنۍ برخه یې ویجاړه شوې ده.

له بل پلوه طالبانو هم دغه برید غندلی او دا کار یې جنایت بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې داسې لیکلي: « نن د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د هیواد د روحاني شخصیت امین جان آغا د زوی عدنان آغا په موټر باندې د کابل ادارې د الوتکو لخوا بمبار وشو. په دغه برید کې موټر تخریب شوی، خو چاته د سر زیان ندی اوښتی. امین جان آغا د قلعه جواد دحضراتو جانشین او د هیواد یو ملي او روحاني شخصیت دی.»

دا په داې حال کې ده چې تیره اونۍ دولتي ځواکونو د تخار ولایت په مرکز تالقانو ښار کې پر یو جامع جومات هوايي برید کې ۱۳ تنه زده کوونکي ماشومان ووژل او د جومات د ملا امام په ګډون یې ۱۷ تنه نور ټپیان کړل، د کومې په اړه چې طالبانو حکومت ته خبرداری هم ورکړی وو.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې پر مقدساتو او تعلیمي مراکزو هوايي او توپچي بریدونه د «زغملو» نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx