افغانستان

د میدان وردګو نظامي څارنوال په کابل کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت د پوځي محکمې یو څارنوال نن سهار په کابل ښار کې ترور شوی دی.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د میدان وردګو ولایت د نظامي محکمې د احکامو د تنفیذ څارنوال خواجه محمدحنیف صدیقي نن د دوشنبې ورځ(۱۲ لړم) په سهار د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په داسې مهال وژل شوی، چې نوموړی خپلې دندې ته روان ؤ.

لویې څارنوالۍ ددې پېښې د غندلو ترڅنګ له امنیتي ارګانونو غوښتي چې دغه پېښه وڅیړي او عاملین یي له پیدا کولو وروسته ونیسي.

د کابل ښار په زړه کې یو نظامي څارنوال په داسې مهال ترور کیږي، چې نن ورځ د کابل پوهنتون په ودانۍ د وسله والو بریدګرو اووه ساعته برید کې له ۶۰ زیاتو محصلینو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x