نړۍ

د ترکیې زلزله: یوه درې کلنه ماشومه «۶۵» ساعتونه وروسته ژوندۍ راویستل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د ترکیې په ازمیر ایالت کې د تېرې جمعې په ورځ سخته زلزله رامنځته شوه چې د شلو ودانیو سربېره یې یو شمېر کورونه ونړول او لسګونه کسان یې لاندې کړل.

که څه هم د خاورو لاندې د خلکو ویستلو کار په چټکۍ روان دی او د پلټنې او ژغورنې ټيمونه له تېرو دریو ورځو راهیسې پر کار بوخت دي، لا هم د خاورو لاندې ژوندي کسان راویستل کیږي.

د یوې ترکي رسنۍ د راپور له مخې د دوشنبې په ورځ له ۶۵ ساعتونو وروسته یوه درې کلنه ماشومه ژوندۍ راویستل شوې چې اوس په روغتون کې تر تداوۍ لاندې ده او روغتیایي وضعیت یې غوره ښودل شوی دی.

د راپور له مخې د یادې ماشومې مور، لس کلنه لور او اوه کلن زوی له ۲۳ ساعتونو وروسته د خاورو لاندې څخه راویستل شوي چې اوه کلن زوی یې وروسته مړ شوی او مور او لور تر تداوۍ لاندې دي، خو درې کلنه ماشومه لور یې تر ۶۵ ساعتونو یعنې نږدې درې ورځو وروسته هم سالمه پاتې شوې ده.

د درې کلنې ماشومې (الیف) له ژغورلو وروسته ددې ژغورونکي کس «معمر سیلیک» رسنیو ته وویل، «کله چې ما د هغې له مخ څخه خاورې او دوړې پاکولې زه یې له ګوتې کلک ونیولم، او تر هغې یې نه پریښودم تر څو خوندي خونې ته ورسېدم».

د ملي طبي ژغورنې ډلې یو ډاکټر  یوه ترکي خبري اژانس ته وایي، په لومړي سر کې موږ فکر وکړ هغه مړه شوې، خو وروسته یې سترګې وغړولې، او اوس هیله لرو هغه تر اخره ژوندۍ پاتې شي، «دا واقعا زموږ لپاره معجزه وه».

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر خپله ټویټر پاڼه ددې ماشومې هغه ویدیو چې کامرې ته لاس خوځوي خپره کړې او لیکلي دي: «ګرانې ماشومې ژر روغه شې».

له دې وړاندې یوه ۱۴ کلنه انجلۍ هم له ۵۸ ساعتونو وروسته د یادې زلزلې له کبله د خاورو لاندې څخه ژوندۍ ژغورل شوې وه.

تر دې دمه د خاورو لاندې شوي کسانو څخه ۱۰۶ تنه روغ راویستل شوي چې په بیړني ډول روغتون ته استول شوي دي.

باید وویل شي چې د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د ترکیې په ازمیر ایالت کې سختې زلزلې له شلو زیاتې ودانۍ او کورونه ونړول چې له کبله یې تر دې دمه ۹۵ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ټپيان شوي چې زیاتره یې بیرته ښه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx