
کندز کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک برید شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر یوه مرکز باندې قوي چاودنه شوې.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې برید یې پر هغو کمانډو عسکرو کړی چې ددوی په ضد یې د عملیاتو نیت درلود او په کنډک کې مېشت وو.
د مجاهد په خبره، په برید کې لسګونه کمانډو عسکر مړه او ټپیان دي او ګڼ شمېر وسایط یې له منځه تللي.
#الفتح:
مهم: نن سهار دکندز امام صاحب ولسوالۍ اړوند دمزدور دښمن په هغه کنډک دځانګړي تکتیک له مخې قوي چاودنه وشوه، چې ګڼ شمیرکمانډو عسکر دمجاهدینو پرضد دعملیاتو په نیت په کې ځای پرځای شوي وو.
په چاودنه کې دکنډک ودانۍ تخریب، لسګونه کمانډوعسکر مړه اوژوبل شول اوګڼ وسائط له منځه تللي. pic.twitter.com/7zBGkFMVIp— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) November 3, 2020
ورته مهال یو شمېر خبري سرچینې وايي، چې سهار د سرحدي ځواکونو پر کنډک تر چاودنې وروسته وسله وال هم د کنډک ودانۍ ته ننوتلي وو او هلته یې ساعتونه له دولتي ځواکونو سره جګړه کړې.
سیمه کې شته روغتیايي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په برید کې نهه ویشت تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سرحدی ځواکونو وظیفه له سرحد څخه دفاع ده پر دوی برید لکه چی پردیو ته لاره هوارول دی. لږ شرم وکړی کافرو سره مو سوله وکړه اوس د قدرت لپاره جنګیږی خو پدی پوه شی چی تاسی داسی کارونه کړی چی د ټولو فلمونه او کلپونه موجود دی چی نه په ملت کی ځای لری او نه هم دنیا کی. الله مو د په خپل غضب ګرفتاره کړه.