افغانستان

د هيواد په ځينو سیمو کې د واکسين د مخنيوي په اړه د طالبانو وضاحت

نن ټکی آسیا: د طالبانو د صحي کمیسون له خوا نن ټکی اسیا ته په یوه را لیږل شوي وضاحت کي ویل شوي، چې طالبان په هیواد کې د واکسین مخه نه نیسي. خبرپاڼه خپل د اهمیت له وجي مونږ کټ مټ خپلو لیدونکو ته نشروو.

د هيواد په ځينو سیمو کې د واکسين د مخنيوي په اړه د طالبانو وضاحت

د واکسیناسیون پروژه د افغانستان د اسلامي امارت دحاکمیت  پرمهال ټول افغانستان ته خپره شوه، کور په کور د واکسیناتورانو د ګرځیدو پالیسي په ښه توګه تطبیق  او د پولیو یا ګزڼ پیښي په ټول هیواد کښي د نیشت برابر شوي . دیارلس کاله مخکي چي د اسلامي امارت مجاهدین له لویوښارو ووتل او په ښارونوکې دچارو واګي  غاصبو قواوو په لاس کښي واخستي د هیواد دنورو مشکلاتو سره سره د واکسین د تطبیق پروګرام هم د یو لړ مشکلاتو سره مواجه شو .

ملګري ملتونه چي په افغانستان کښي د غاصبو قواوو د حمایت رول ادا کوي ویي غوښتل چي دماشومانو واکسین د یو سیاسي حربي په توګه استعمال کړي ،   د هیواد په اکثره مناطقو کښي يې  د واکسین پروګرام د غاصبو قواوو د کنټرول تر ساحو پوري وساته ، او هم یي هڅه وکړه  چي که چیري واکسناتوران د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې مناطقو ته داخلیږي نو د واکسین سره سره بهرنيوځواکونوته  د جاسوسانو کردار هم باید ادا کړي .

ددې بیلګي او مثالونه د هیواد په مختلفو مناطقو کښې لیدل شوې دي ، د مثال په ډول د زابل ولایت د سیوري په ولسوالۍ کښي د واکسین یو کارکن د اسلامي امارت د یو قومندان د کور او دهغه د شخصي هستوګن ځای د معلوماتو لپاره په دې خبره ټینګار کاوه چي د کور دخاوند سره يوځل وويني ،څودښمن ته دهغه ځای ځای ګی ور په نښه کړي، خو اسلامي امارت  د زغم او صبر نه کار واخيست،  نوموړي واکسناتور ته يې توصیه وکړه   چي بیا دې سیمي ته ددې شخص د لټون لپاره رانشي.

ددې لپاره چې په زابل کې ټولو سیمو، کلیو او لرې پرتو قریوته واکسين ورسيږي د واکسین مسئولينو ته وویل شول چې یا به ټول زابل ته واکسین رسوي او یا به يې بندوي، ځکه معلوميدل چې دوی  تنها هغو ځایونو ته دواکسين په نامه ورځي چې د ځينو خاصو پټو کړيو له خوا ورته په نښه شوي وي.

روزګان ، کندهار او هلمند کښي همدا حالت وو ،چي داسلامي امارت دصحت اداره وتوانیده تر څو دوی دیو خاص پرو ګرام لمخي دې ته چمتو کړي چي دهیواد ټولو بر خو ته واکسین ورسیږي چي په پایله کي دا نتیجه تر لاسه سوه چي دبیلګي په توګه دڅو ولایتونو یادونه کوو په نوموړو مناطقو کښي د پولیو یا ګزڼ واقعات په دي ډول وو:

کال:۲۰۱۱م کندهار [۳۶] پيښې، هلمند  [۱۹]پيښې،  روزګان [۴] پيښې، زابل [۲] پيښې  چي جمله یي [۶۱] پيښې کیږي .

په کال:۲۰۱۲م کې په کندهار کې [۱۱] پيښې،  هلمندکې  [۱۱] پيښې ،  روزګان [۰] زابل [۰] جمله یي [۲۲]پيښې کیږي  او ۲۰۱۳م کال  ټول [۰] دي.

۲۰۱۱ کال کندهار کې د زون په سطحه [۶۱]  دګزڼ واقعات ثبت شوي، ۲۰۱۲ کال [۲۲] واقعات ثبت شوي ، اوپه    ۲۰۱۳ م کال فقط یوه مشکوکه واقعه په هلمند کښي  ثبت شوي ده، چي دپیښو کمیدا یاصفرحالت  داسلامي امارت دصحت کمیسون دهمکارۍ برکت وو

په دې ورستیو کي یو ځل بیا دواکسین اړوند کار کونکو داسلامي امارت په خلاف ځیني نا مطلوب حرکتو نه تر سره کړه چي موږ یې دې ته اړ کړو  ترڅو لازم اقدا مات  تر سره کړو،  په هغه کي په هلمند کي دوا کسین موقت مخنیوی دی، غو ښتنه مو وکړه چي داړوند ادارو دمسؤلینو سره مخامخ خبري وسي څو په سم ډول  دا کار تر سره شي خو د اسلامي امارت د باربار ټینګار او هلو ځلو سره سره د( یونيسیف او ډبلیو ایچ او) اداري دي ته نه شوي حاضرې چي د اسلامي امارت د عامي روغتیا له کميسیون سره خپل کاري پروګرام هم ږغی کړي .

حتی یو ځل له موږ سره [ ډبلیو ایچ او] وعده کړي وه  چي په دوبۍ کښي ملاقات کوو او زمونږ هیئت په مقرره وخت خپل ځان ياد ځای ته ورساوه، خو د[ ډبلیو ایچ او ] هیئت حاضرنه شو چې له موږ سره لیده کاته وکړي، د لیل یي دا وړاندې کړی وو چي په افغانستان کښي د ملګرو ملتو خاص استازي مونږ ته د ملاقات اجازه رانه کړه.

دهلمند په ولايت  کښي د واکسین د پروګرام په تیر ځل کښې  زمونږ لخوا واکسیناتوران د ټرینینګ یا دري ورځني کورس لپاره د یونسف اداري ته معرفي شول خو ددي په ځای  چي دوی د پولیو یا واکسین کورس ورکړي ، د ملی پيوستون په نامه یوې امریکایي ادارې دعوت ورکړی وو چې تاسو زموږ لپاره په کلیو او بانډو کې د جلب او جذب دعوت وچلوۍ ، مونږ به تاسو ته خصوصي معاش مقرر کړو .

اسلامي امارت یو ځل بیا په دې خبره ټینګار کوي چي د واکسین د پروګرام څخه ناوړه ګټه اخیستنه غیري انساني، غیري اخلاقي او کرغیړن عمل دی ، اسلامي امارت نه غواړي چي خپل ماشومان د سیاسي دسیسو ښکار کړي،  مونږ په دي موضوع د یونیسیف له  ادارې څخه وغوښتل که تاسو موږ ته کره ضمانت راکولای شئ چې د واکسین د پروګرام لاندې سیاسي غرضونه او اهداف سرته نه رسیږي ، مهرباني وکړ ی زموږ سره ليدنه وکړئ تر څو په دې موضوع توافق ته ورسیږو، دوی لومړی  ز موږ سره  ومنل چي زمونږ پروګرام به شفاف ، د سیاست څخه جلا او د ماشومانو د حقوقو د ادا کولوپه چوکاټ کې په پرمخ بيول کيږي.

ددي لپاره چي پر دي موضوع  موږ او دوی مخامخ خبرې سره وکړو او موافقه تر لاسه کړو د ۲۰۱۴م کال د جون ۱۷ نیټه دلیدو کتو لپاره  وټاکل شوه، خوڅرنګه چې  له  یونيسف ادارې سره دا توان نه وو ترڅو  پروګرام له سیاست څخه پاک وساتي  اود نورو ادارو د استفادې مخه ونيسي، نو په معينه نيټه حاضر نه شول چې له موږ سره غونډه وکړي.

اسلامي امارت یو ځل بیا په دي ټینګار کوي چي د افغان ماشومانو خدمت زموږ دیني او هېوادنۍ دنده  ده، اسلامي امارت  دکلک تضمین په صورت کې تیار دی چې د بشري ناورین د مخنیوي  لپاره  د ملګرو ملتو له اړوندو  ادارو سره په تفاهم د خلکو او ماشو مانو ستونزو ته ځان ورسوي او د ماشومانو خدمت وکړي.

والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

دصحي چارو کمیسون

۱۴۳۵/۹/۹هـ ق

۱۳۹۳/۴/۱۶هـ ش ـــ 2014/7/7م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x