افغانستان

پر کابل پوهنتون د برید په اړه د امر الله صالح څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» پر کابل پوهنتون باندې پرونی برید چې داعش ډلې یې پړه پر غاړه واخیسته؛ طالبانو ته منسوب کړ، طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، چې یاد برید د حکومت له لوري د سولې پروسې د تخریب او بهانه جوړونې لپاره ترسره شوی.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر خپل ټویټر باندې هغه انځورونه خپاره کړي، چې د طالبانو بیرغ پکې ښکاري او ادعا کېږي تېره ورځ د جګړې له ځایه اخیستل شوي او برید ګرو پر دیوالونو باندې د «اسلامي امارت زنده باد» توري لیکلي.

مجاهد د برید په تړاو د امرالله صالح څرګندونې «په سپینو سترګو درواغ» بللي او وړاندې یې لیکلي «امرالله صالح چې په سپينو سترګو دروغ ویلي شي او پړه پرامارت اچولی شي، داسې جعلي صحنه سازي هم ورته آسانه ده. څرنګ ممکنه ده چې دڅو ساعتونو په مخه په جګړه بوخت بریدګر په دیوالونو خطاطۍ ته وخت پيدا کړي اوپه میرزايي خط امارت ولیکي؟ دبریدونو ځای ته دامارت د بیرغ دوړلو ضرورت څه شی ده؟»

نوموړي زیاته کړې «دا چې بریدګرو د پولیسو جامې په تن وې هغه د څه شي علامه ده؟ د داعش اعماق انټرنټي پاڼې د بریدګرو تصویرونه خپاره کړل، جسدونه هم د کابل له ادارې سره دي، که څوک بهانه نکوي نو جسدونه دې له خپاره شوو تصویرونو سره وکتل شي چې دغه دي کنه؟ دا برید هم دهمداسې ناپاکو بهانه ګیرو لپاره شوی.»

پر کابل پوهنتون برید چې تېره ورځ سهار مهال پیل او ماځیګر پای ته ورسېد؛ پړه یې داعش ډلې په غاړه واخیسته او د یوه انځور په خپرولو سره یې ادعا وکړه، چې یاد برید ددوی د دوو جنګیالیو «انس الپنجشیري» او «طارق الخراساني» له لوري ترسره شوی.

طالبانو د برید په غبرګون کې خپره کړې اعلامیه کې حکومت ته په اشارې ویلي، چې برید د هغو کسانو کار دی چې د داعش ډلې جنګیالي يې د طالبانو له لوري تر ماتې ورکولو وروسته په میلمستونونو کې وساتل.

یاده دې وي، دا یوازې طالبان نه دي چې برید د حکومت له لوري طرحه شوی بولي؛ ددوی تر څنګ ټولنیزو رسنیو ګڼ فعالان هم یاد برید د سولې پروسې د سبوتاژ کولو لپاره د حکومت یوه حربه نوموي.

د «میثم تیموري» په نوم د پېښې یو عیني شاهد وایي، دوی د پېښې په ځای کې موجود وو؛ خو پر دیوالونو باندې نوشتې «اسلامي امارت زنده باد» او د طالبانو بیرغ هیڅ موجود نه وو.

دی شک ښيي چې برید د طالبانو خلاف د عامه اذهانو د تخریب او د سولې پروسې د سبوتاژ کولو په موخه ترسره شوی دی.

د پېښې یو بل عیني شاهد اریانا نیوز ته ویلي، چې بریدګر په تورو شیشو لرونکو موټرو کې «زموږ رهبرانو» راوړي او هغوی د همدې برید مسئول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظیمی

که ښهو دغه نوشتو ته ځیر سو دا دواړه نوشتی د یوه شخص دلاس خط دی. اول خط یی قصدأ څه خراب کښلی دی لکه چه وار خطا وو چه نور امنیتی کسان یی و نه وینی او دوهم یی په پوره ارام زړه نوشته کړی دی. بل که خطو ته متوجه سو پر یوه حرف یوه مرمی هم نه ده لګیدلی. دا څرنګه امکان لری چه ټوله دیوال دی سری سومبری وی مګر د نااهله صالح کارکن و خپلی دغه خلا ته ته نه دی متوجی سوی. نو د دی څخه معلومیږی چه دا د یوه خاص مطلب د… نور لوستل »

Adam Khan

Nasaleh has few days more to work as VP. For him to stay longer in the office and win the support of public, he has to cover the facts. Nasaleh even covered the bombing and killings of the small kids in the MADRASA recently and warned the media to keep silent

The Afghans are smart and understand that Nasaleh himself was behind this issue

May Allah give heavens to those young students that lost their young lives in search for a better Afghanistan

DA DARWAGHO MAZAL LAND DI

دوکتور غروال

تنظیمونه او طالبان دواړه سره دنورو ډلګیو غلام ترورستان دی او امرالله صالح د تروریزم بنیاد کښي شامل دی او اوس د افغانیت او انسانیت چیغی وهی ، تر څو چی دا غلام ترورستان ( کابل کښي او کابل ته په لاره کښي ) له مینځه ولاړنشی نو افغانستان ته امنیت او صلحه نشی راتللۍ او دا مکروبونه ددوی ستر بادار امریکا له برکته د افغان ملت وینو تویولو باندی لګیا دی او د امرالله صالح انډیوالان وروسته له قتلونو ، چور، غصب کولو او ډالرو غلا څخه اوس ددیموکراسی فریبی چیغی وهی تاسی ټول د اجنبیو غلامان یاستۍ او… نور لوستل »

جمیل

داسی ښکاری چی د غلامانو آخری سلګی دی او اسلامی امارت د سپینو بیرغو او سپیڅلی اسلامی نظام سره را روان دی ان شاءالله

غ.حضرت

ددې ظالمانه حملې عاملین او آمرین به یقیناً د جهنم ابدی میلمانه وی. ډیر ګُلالی ځوانان ئې په وینو کی ولمبول او ډیری درنې او مظلومی کورنۍ ئې د ماتم پر ټغر کښېنولې. که پدې خونړې پېښه کی د طالب انکار د منلو وړ وی نو د حکومتی کړیو د لاس درلودنی اتهام هم د منلو وړ نه دی ځکه: انتحاری کس یو چرګ یا سدرۍ او بالاپوښ غوندی نه دی چی حکومتی او امنیتی چارواکی ئې په بازار کی رانیسی او استخدام ئې کړی او نه هم په امنیتی او نظامی تشکیلاتو کی داسی جاهل کس موندل کیږی چی… نور لوستل »

پتنګ

له حقیقته سترګي پتول جهالت دی ! ایا داسې جاهلین په خلق او پرچم کې تا ندي لیدلي چې په زرګونو انسانان یې له خاورو لاندې کړل ! يواځې زمونږ له کلي یې شپږ کسان چې په هغوی کې يو دکلي ډم هم شامل وو،اولسوالي ته ور وغوښتل ،او تر ننه و رځ پورې ورک دي او هم داسې نور په زرګونونورافغانان ! د ژوند حق هر څوک لري که محصل وي او که دهقان وي! داسې یوتیر جنایت هم دولتي د خاد کارمندانو کاوو او وجدان یې د خپلې چپې ایدیالوګي او بقا لپاره خرڅ کړی وو ، نو… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x