افغانستان

د طالبانو د عالي تحصيلاتو ادارې هم پر کابل پوهنتون پرونی برید غندلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمېسيون هم تېره ورځ په کابل پوهنتون کې خونړی برید د هېواد او علم د دښمنانو کار بللی دی.

د طالبانو د عالي تحصيلاتو له لوري نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې اعلاميه کې پر پرونۍ پېښه د غمرازۍ سربېره د کابل حکومت هغه ادعا هم «سپين سترګي» بلل شوې، چې دغه برید يې طالبانو منسوب کړی دی.

اعلاميه زياتوي، چې دوی پر کابل پوهنتون او نورو تعليمي ادارو، ديني مدرسو، جوماتونو او نورو عامه ځايونو بریدونه په سختو ټکو غندي، د پېښو شهيدانو ته جنتونه او ټپيانو ته يې عاجله او کامله شِفا غواړي.

د عالي تحصيلاتو ادارې په باور دا ډول بریدونه د بېلابېلو کورنيو او بهرنيو استخباراتي کړيو کار دی، چې غواړي، په دې حساسو شېبو کې د سولې بهير وننګوي او بهرنيو ځواکونو ته په افغانستان کې د پاتې کېدو زمينه برابره کړي.

اعلاميه کې هيله ښودل شوې، چې افغان ولس «د دښمن دې کرغېړنو اعمالو ته متوجه دی او هېڅکله به یې په زهرجنو تبلیغاتو تېر نه وځي.».

د دې سربېره د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم دا بریدونه غندلي او په عين حال کې يې کابل حکوت د مرستيال ولسمشر امرالله صالح هغه څرګندونې « په سپینو سترګو درواغ» بللي، چې دا برید يې طالبانو ته منسوب کړی دی.

طالبانو په خپلو تکراري څرګندونو او اعلاميو کې ويلي، چې دوی له تعليمي مرکزونو، جوماتونو او عامه املاکو سره دښمني نه لري، بلکې د ساتنې او پرمختګ لپاره يې کارونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

عالی تحصیلات او طالبان. لکه چی د هندو له کوره قرآن راووځی. طالبان ووایی چی تر اوسه یی څومره مکتبونه سوځولی او څومره ښوونکی یی وژلی. په لشکرګاه کی یی د برید له وجی په زرګونو شاګردانو د مدرسو او مکاتبو دروازی وتړلی او په لسګونو یی شهیدان او زخمیان کړل.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x