افغانستان

دولتي عسکرو په کونړ کې ۲ تنه ملکیان په خپلو کورونو کې وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د ولسي خلکو په کورونو چاپه وهلې، لږ تر لږه ۲ تنه ملکیان یې د خپلو کورونو دننه وژلي دي.

د سیمې خلک او طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دولتي عسکرو تیره شپه د نرنګ ولسوالۍ «باډیل» درې په «صوفه غونډۍ» سیمه کې د ولسي خلکو په کورونو چاپه وهلې د «مولاخان» او «ځاځي مولا» په نومونو دوه تنه ملکیان یې وژلي او ۳ بابه کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.

په کونړ ولایت کې د دولتي ځواکونو لخوا ملکي خلک په داسې مهال وژل کیږي، چې تیره شپه دولتي عسکرو د کندوز ولایت خان آباد ولسوالۍ په «نواباد» سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو د توپچي وسلو برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملکیان وژلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې دولتي عسکرو ته خبرداری ورکړی، چې هره هغه پوځي قرارګاه او پوسته له منځه یوسي، له کوم ځای څخه چې د ولسي خلکو په کورنو توپچي بریدونه ترسره کیږي.

طالبانو تیره میاشت هم د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ په «دهمزنګ» سیمه کې د دولتي عسکرو هغه قرارګاه سقوط کړه چې په ډیسي توپونو به یې د خلکو کورونه او کروندې ویشتلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x