نظــر

زه چاته “شهيد”ووايم او تاسي چاته”شهيد” واياست؟؟!

نظرمحمد مطمئن

کله چي “وژل شوې” وليکم، ډيري کسان وايې چي ولي “شهيد” نه ليکم؛
اوس نو تاسي ووایاست:
سردار داوود خان شهيد و که ډاکټر نجيب الله؟
عبدالرحيم نيازی شهيد و که مير اکبر خيبر؟
خلقي او پرچمي شهيد و که مجاهد؟
د مجاهدينو خپلمنځي جګړو پر مهال:
حزبی شهيد و که جميعتی او شورای نظار؟
حرکتی شهيد و که حزبي؟

حزب وحدت د مزاري وسلوال شهيدان وو که د اتحاد اسلامي استاد سياف وسلوال؟
طالب وسلوال شهيدان وو که د حزب، اتحاد او شورای نظار وسلوال؟

دوستميان شهيدان وو که جميعتيان؟
دوستميان شهيدان وو که طالبان؟
احمد شاه مسعود شهيد‌ و که اسامه بن لادن؟
ملا دادالله شهيد و که خان محمد مجاهد؟
استاد‌ رباني شهيد و که ملا اخترمحمد منصور؟
جنرال عبدالرازق شهيد و که ملا شهزاده او ابو دجانه؟

عسکر شهيد دی که طالب؟
اربکی شهيد دی که طالب؟
د دوستم له پوهي؛  امريکايي شهید دی که طالب؟

القاعده وسلوال شهيد دی که د‌ امريکا او ناټو پوځي؟

هغوي چې پر جهاد باور نه لري, شهيدان او که پر جهاد باور لرونکي؟

هغوي چي حوري او غيلمان مسخره ګڼي شهيدان؛ که هغوی چي د الله پر دي آيت ايمان لري؟
هغوي چې بېګناه انسانان وژني شهيدان دي او که وژل شوي بېګناه ښځي او ماشومان شهیدان ډي؟
هغوی چي د ښوونځي او پوهنتون بيګناه زده کوونکي وژني شهيدان، که وژل شوې زده کوونکي او محصلين شهیدان ډي؟

هغوي چي د مدرسي ماشوم زده کوونکي وژني شهيدان او که وژل شوې زده کوونکي شهيدان دي؟

او بالاخره:
د طالبانو دامارت وژل شوې شهيدان دي او که د‌ افغان حکومت وژل شوې عسکر شهيدان دي؟

تاسي پر ما نيوکه کوونکي ډ پورته يادوو شوو په اړه ځواب وليکئ، که په اړه يې پوهيږئ، نو بيا پر ما کار مه لرئ، زه به يوازي همدومره ليکم چي “وژل شوې” او “بېګناه وژل شوي”.

هو! څوک چي الله تعالی ته محبوب نه وي، د اللّٰه د‌ رضا لپاره او د خپل شرعي جايز حق غوښتلو لپاره يې جګړه نه وي، که ټوله دنيا يې شهيد وبولي، نو يوازي سمبوليک نوم دي، او
که څوک الله جل جلاله ته محبوب وي، د‌ الله ج د رضا او خپل جايز شرعي حق تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي، ووژل شي، که ټوله دنيا يې شهيد ونه بولي، د الله ج په نزد هغه شهيد دی.

او پرته‌‌ له شکه د‌ بي ګناه او مظلوم‌ مسلمان وينه  چې پر ناحقه تويول کيږي، د الله تعالی په‌وړاندي دا مظلوم د اجر او ثواب څښتن ګرځي او شهيد دي
خو!
هغوي”مسلمان مجاهدين” چې له کفارو سره د جهاد کولو پر مهال وژل کيږي، سپيڅلي او د لوړ مقام لرونکي شهيدان دي.

ن – مطمئن

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر

الشهيد شرعاً: هو المسلم الذي يموت في سبيل الله تعالى تاركاً وراءه أمور الدنيا جميعها، ويحظى بلقب شهيد عادةً من يسارع إلى ساحة المعركة لقتال أعداء الله سبحانه وتعالى سواء كانت الغاية فتح البلاد أو نشر الدعوة الإسلامية أو الدفاع عن الوطن والمسلمين.

خو زه به دومره اضافه کړم چه هر هغه څوک د وټونو په لاره تللي وي نو هغو ته شهيدان ويل نه مګر مړه ويل هم ښه ندي، ځکه چي ددوي ايمان د وټونو په بکسونو کي پاتي شوي او بي ايمانه د قبر کندو ته تللي.
والله اعلم

عبدالواحد

اِنَّمَا جَزٰٓؤُا الَّذِيۡنَ يُحَارِبُوۡنَ اللّٰهَ وَرَسُوۡلَهٗ وَيَسۡعَوۡنَ فِىۡ الۡاَرۡضِ فَسَادًا اَنۡ يُّقَتَّلُوۡۤا اَوۡ يُصَلَّبُوۡۤا اَوۡ تُقَطَّعَ اَيۡدِيۡهِمۡ وَاَرۡجُلُهُمۡ مِّنۡ خِلَافٍ اَوۡ يُنۡفَوۡا مِنَ الۡاَرۡضِ‌ؕ ذٰلِكَ لَهُمۡ خِزۡىٌ فِىۡ الدُّنۡيَا‌ وَ لَهُمۡ فِىۡ الۡاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيۡمٌۙ‏ ﴿۳۳﴾سوره المائده ۳۳ ترجمه:بیشکه سزادهغوخلکوکم چه جنګ کوی دالله اودهغه درسول سره اوکوښښ کوی په مځکه کی دپساددخورولو قتل دی کړۍ سی یادی وځړول سی یادی دده لاس اوپښی دچپی خواپریکړۍ سی یادی له ملکه ویستل سی داددوی ذلت په دی دنیاکښی دۍ اوددوی دپاره په آخرت کښ ډیرلوی عذاب دۍ. الله په قرآنکریم کی شیه سونی اونوری پارټۍ جوړول شرک بللی دی(سوره الروم أیات ۳۲،سوره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x