افغانستان

انس حقاني: په کابل پوهنتون بريد د سولې او پوهې د دښمنانو کار دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د سياسي دفتر غړی انس حقاني وايي چې په کابل پوهنتون بريد د سولې او پوهې د دښمنانو کار دی او ويلي يې دي چې ځوانان بايد په ګډه د دا ډول غير انساني اهدافو مخه ونيسي.

انس حقانی په خپل ټوېټر ليکلي چې دا ډول بريدونه د هغو خلکو کار کېدلی شي چې په وينا يې په قدرت کې د پاتې کېدلو لپاره د سولې د روانې پروسې تخريب کوي.

نوموړی ويلي دي چې ځوان او باخبره نسل به هڅه وکړي چې په هيواد کې د دا ډول غير انساني کړنو او اهدافو مخه ونيسي او په وينا يې په ټول توان به هيواد ته سوله، خپلواکي او اسلامي نظام لپاره هڅې وکړي.

انس حقاني په کابل پوهنتون بريد زړه بوږنونکی بللی او د پيښې له قربانيانو سره يې په دغه غم کې کې ځان شريک ګڼلی دی.

کابل پوهنتون ته تېره ورځ غرمه مهال دوه تنه بريد ګر ورننوتلي وو چې په محصلينو او د پوهنتون په پرسونل يې يې ډزې وکړي او په نتيجه کې يې ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۷ نور ټپيان شول.

د بريد پړه داعش ډلې په غاړه واخيسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

رنګ دی ورک شه د حقانی ځوی یی ټول دی پیژنی صرف په جنوب غرب حوزی تاسو طالبانو ۱۴۱ معلمان وژلی. زه تاسونو پوښتنه کوم آیا په ټول ارزګان کی یو کس شته چی پوهنتون ته کامیاب شوی وی؟ مکتب سوځول، انتحار او ځآن وژنه ټوله دنیا اوس پوهیږی چی د چا کار دی.

طوطی

په والله خلک د قیامت راتلو ته لاس په دعا دی زمونږه د اکثریتو عمر ټول په جهالت او بیوزلی کی تیر شو د دیرشو کالو خلک ته ګوره ټول سپین ږری شوی، میندی او خویندی مو کونډی شوې، ماشومان مو ذلیله او ناتوانه دي، ټول مریضان دي، د پښتون قوم نور مخ په ختمیدو دي که دا لړی دوه درې کاله نور همداسی دوام وکړی هر څه به له لاسه ورکړو. د اسلام نوم خو مو هسی پر ټوله نړی کی بدنام کړ. پښتون ته اوس ټوله دنیا د تروریست او ترهګر په سترګه ګوری تاسو ته دا نښکاری… نور لوستل »

مجاهد

مونږ پوهیږو چه طوطی څوک دی یعنی د جا نوم دی مګر حیرانونکی دا چه دا ځل د طوطی نوم ژر بدل نه شو یعنی طوطی نه زړیږی د هری لیکنی لاندی د ده تبصره او حتی ځینو لیکنو ته خو دوه دری تبصری هم لیکی یعنی پخوا به یی د هماغه سټو د کنډو او امستردام په نمایندګی په داسی ډول څه لیکل چه کوم بانډچی دی خو اوس یی لږ پرمختګ کړی د نشه یانو غوندی کاواکی ، توهین او کله کنځل هم پکی وی . وخت ناوخت سټایل یا موډ بدلوی کله لا د زړو ښځو په… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ تازه په خیر، مجاهد ته، سټی کنډو شپونکی زه یم،هالند امستردام،برلین،بلجیم هامبوګ ،لوکزامبورک کی ښه غوړیدلی کار بار باندی لګیا یم.ما تاته مخکی هم لیکلی وه ،چه طوطی شاه زه نه یم دا بل څوک دی، فکر کوم طوطی شاه د لوګر دی ،پخوا د مجاهدینو د ګلبدین سره ډاکتر او فعلا امریکا کی پناه ګزین دی، زه دومره وخت نه لرم چه دا بی ځایه تبصری ولیکم، ،ماته طالیب،دولت،القاعده.داعش،امریکا،ناټو ټول یو شان دی.ټول د افغان ولس قاتلان دی، دا خشره ګټی زه نه کوم.داسی کار بار می چالان دی چه ویده هم وم بانک ته پیسی راوانی وی… نور لوستل »

طوطی

مجاهد ته: حیف د تا د نوم د څه شی مجاهد یی ماغندی به چیری د دنیا په یوه کنج کی پروت یی ما خو روسانو سره څه نا څه ښکر خوځولی خو ته خو په والله که مجاهد یی دا ځکه چی دروغ وایی او بوهتان تړی پر خلکو پوری. تاسی یو نه پوهیږی چی طوطی څوک. که الله (ج) حاضر او ناظر وګڼی نو زما خبری یو وار بیا ولولی کومه خبره می غلط ده؟ موډ می ځکه وخت و ناوخت بدلیږی چی ښه ته ښه وایم او بدو ته بد. طالب که کله د غله څخه لاس… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x