افغانستان

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پولیسو د ۵۰ افغانیو لپاره یو ځوان وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار ته څېرمه د پکتیکا ـ غزني پر لویه لار محلي پولیسو(اربکیانو) د حبیب خان په نوم یو مدني فعال د ۵۰ افغانیو لپاره وژلی دی.

په ښرنې ښار کې د حق غوښتنې ولسي حرکت په نوم ټولنې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ددې ټولنې فعال غړي حبیب خان غوښتل چې له خپلو نورو ملګرو سره یوځای له ښرنې څخه د غزني ولایت «سردې» بند ته ولاړ شي، چې د مرکز ښرنې اړوند د «خښتو بټۍ» ته څېرمه د محلي پولیسو لخوا یې موټر درول کیږي.

سرچینه زیاتوي، په دغه مهال موټر کې له حبیب خان نومي ځوان سره د هغه درې نور ملګري(اسلام، سیلاب او عیدمحمد) هم سپاره دي؛ خو پولیس ورڅخه غوښتنه کوي چې ددوی ملګري پولیس هم ورسره موټر کې انتقال کړي.

د سرچینې په خبره په موټر کې د ځای د نشتوالي له کبله دغه ځوانان خپل موټر ته حرکت ورکوي، لیکن پولیس ورباندې د شا لخوا ډزې کوي، چې په دې ترڅ کې د «حبیب خان» په نوم ځوان ټپي کیږي او د سختو ټپونو له امله ساه پرې کوي.

یوې سیمه ییزې سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، چې پولیسو غوښتل د ۵۰ افغانیو کرایې له تاوان څخه ځان بچ کړي، ځکه یې پر دغه ځوان ډزې کړې دي.

په ورته مهال د حق غوښتنې ولسي حرکت په نوم ټولنې ددې ځوان په وژلو غمرازي ښکاره کړې او د «غچ» اخیستلو ګواښ یې کړی دی: «د حق غوښتنې ولسې حرکت د خپل حرکت فعال غړي شهید حبیب جان کورنۍ او ملګرو ته تسلیت او ظالمانو ته د غچ اخیستنې اطمنان ورکوي»

دا لومړی ځل نه دی چې پولیس د ملکي خلکو په موټرو ډزې کوي، بلکې تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې دولتي عسکرو او پولیسو د لویې لارې مسافر او موټر چلوونکي لوټلي، ځورولي او آن چې د شلو افغانیو په بدل کې یې هم موټر چلوونکي وژلي؛ خو تردې دمه ددغو قضیو څخه یوه هم نه ده څېړل شوې او نه هم په «مجرمینو» باندې قانون پلی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

که پر یوه ځوان ډزې وشوی او شهید شو داسی هره ورځ پر خښ شوی مین نونو باندی په لسګونو کسان شهیدان کیږی چا یی بازخواست وکړ چی د دی یوه وکړی.

محمد نعیم

خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او لوګر هغه ولایتونه دي چي پخواني کمونیسټ خلقیان یې اوس هم د واکه نه دي لویدلي او امنیتي ځواک یې یرغمل ساتلی دی. دا کافران چي خدای او اخیرت نه مني او ځانونه د بیزوګیانو ارتقایي مرحله بولي، د یوې افغانۍ لپاره هم د یو چا ژوند اخیستلای سي. که چیري د دې ولایاتو ځوانانو د جهاد په شپو کي خپل ټول خلقیان په چرکي عملیاتو کي په دا ټیک ټیک ویشتلي وای، اوس به دا غمیزي نه رامنځته کیدلای. اوس هم ډیر نه دی ناوخته، راځي چي ټول اسلام سره متحد سو او د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x