
زما کابل/عصمت الله بشام
عصمت الله بشام
کفن د وینو یې په تن نن په آهو کې مېلمه
زما کابل د ظالمانو په بـریدو کې مېلمه
د ښـکلا شـمعه یې شوه مړه د تورو شپو په لمسون
د سـوز ژړا په کې خپره ده په سلګو کې مېلمه
اخ د یوې مورکۍ د هیلو ګل خـزان شو په کې
نن بیا د عصـر د وحشت پـه سېلابـږو کې مېلمه
نور د غفلت له زولنو څخه ځان خلاص کړه ځوانه
لا به ترڅو یې د دي وخت په تـورو شپوکې مېلمه
وینه په وینه نه پاکېږي بې د مینې اوبو
یم به تر کوم وخت د نفاق انتقامو کې مېلمه
د ژوند اسمان نه مو د غم ورېځې لـرې کړۀ ته
بشـام تر څو به يم څښتنه په تیارو کې مېلمه