
روغتیا
اونۍ کې څو واره ورزش په کار دی چې بدني ځواک مو پیاوړی شي؟
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۹ل): که تاسو غواړئ ورزش وکړئ نو دا کوم ستونزمن کار نه دی، یوازې باید د ورزش لپاره منظم مهالویش وټاکئ او په اونۍ کې یو وار هغه پر خپل ځان عملي کړئ.
لاندې هغه کارونه او مهالویش دی چې د ورزش لپاره یې وټاکئ:
لاندې کارونه کم کړئ:
ناسته
تلویزن کتل
د ځيرک توکو (موبایل یا لیپټاپ) استعمال.
لاندې کارونه اونۍ کې دوه واره وکړئ:
د غځېدنې تمرینونه
یوګا کول
درانه څيزونه پورته کول (جیم)
سینه کشي یا پوش اپس.
لاندې کارونه دریو نه تر پنځه ورځو وکړئ:
لامبو وهل
چټک مزل کول
منډه وهل
سایکل چلول
باسکيټبال کول
فوټبال
ټینس کول.
لاندې کارونه هره ورځ تر خپله وسه وکړئ:
نږدې ځایونو ته پیدل تګ کول
د لیفټ پرځای په زینو ختل
د کور چار چاپېره ګرځېدل.
پورتني کارونه په لاندې انځوریز ډول وګورئ!