ټکنالوژي

په واټس اپ کې له یوې ورځې تیرېدو وروسته څرنګه لیږلی پیغام حذف کړئ؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۹ل): یو روسي کارپوه داسې نوې لاره موندلې چې له مخې یې د یوې ورځې له تیریدو وروسته هم د واټس اپ لیږل شوی پيغام حذف کولی شئ.

د سپوتنیک خبري ویبپاڼې په وینا، د پرایم خبري اژانس مشر بافیل میاسویدوف وویل، که څه هم په واټس اپ کې د لیږلي پيغام حذفولو لپاره ۶۸ دقیقې وخت لري خو دا هم ممکن دي چې له یوې ورځې تیریدو وروسته هم لیږلی پيغام حذف کړئ، خو ددې لپاره د موبایل نېټه او وخت بدلول اړین دي.

تاسې کولی شئ په واټس اپ کې لیږلی پیغام د ځان لپاره هر وخت حذف کړئ، خو که غواړئ دغه پيغام له ترلاسه کونکي کس څخه هم حذف کړئ، نو واټس اپ ددې لپاره شاوخوا یو ساعت (۶۸ دقیقې) وخت ورکوي، که مو په دغه موده کې حذف نه کړ بیا نشئ کولی وروسته یې له دوهم کس څخه حذف کړئ.

خو که غواړئ له یوې ورځې تیريدو وروسته هم لیږلی پيغام حذف کړئ ددې لپاره لاندینۍ طریقه عملي کړئ.

ددغې پورتنۍ لارې عملي کولو په اړه میاسویدوف څرګندوي، لومړی باید خپل موبایل د الوتکې موډ ته بدل کړئ تر څو یې سیګنل له منځه ولاړ شي او نوي پيغامونه ترلاسه نه کړئ، دوهم د موبایل وخت او نېټه د هغو ۶۸ دقیقو ترمنځ وټاکئ چې پيغام مو استولی وي (هغه پيغام چې غواړئ حذف یې کړئ)، له هغې وروسته ټاکل شوی پيغام حذف کړئ او وروسته مو موبایل خپل عادي او اوسني حالت ته راولئ.

هغه دغه راز چې څرنګه کولی شئ حذف کړي پيغامونه یو وار بیا ولولئ زیاته کړه، ددې لپاره پر انترنیت یو شمېر اپلیکیشنې شتون لري چې د حذف شوي پيغامونو یو وار بیا لوستلو لپاره ځانګړي شوي دي. خو دا غوښتنلیکونه له خطره خالي نه دي، ځکه چې په دې سره انترنیتي برید کونکو ته ستاسې پيغامونو ته د لاسرسي لپاره فرصت په لاس ورځي، او دوهمه لار د هممهالې sync وظیفې کارولو اسانتیا ده چې یوازې د اندراید کاروونکو لپاره شتون لري.

دغه کارپوه څرګندوي که چیرې موبایل احتیاطي یا بیک اپ کاپي له ځان سره ساتي او د نوي اړیکې خوندي کولو لپاره د ذخیره کولو ځای نه لري نو په داسې حال کې ممکن حذف شوي پیغامونه وښيي، دغه مهال تاسې ته په کار دي چې له احتیاط څخه کار واخلئ ځکه چې حذف شوي پیغامونه مو پر موبایل راښکاره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx